د ښځو پر ژوند د کیسو او روایتونو لیکل په ځانګړې توګه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ځينو افغان مېرمنو ورځنی کار ګرځېدلی دی. هره ورځ د مېرمنو او نجونو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو ګڼې کیسې خپرېږي. د ځينو لیکوالانو په خبره، په اوسنیو شرایطو کې چې افغان مېرمنې له زدهکړو، کار، سفر او ځينو نورو فعالیتونو راګرځول شوې، د ښځو په اړه د ښځو له خوا د روایتونو لیکل، سیاسي، ټولنیز او کلتوري غبرګون ګڼل کېږي. دا لیکوالان/لیکوالانې زیاتوي چې په رسنیو کې د خبر په چوکاټ کې د ښځو اړوند مسایلو خپراوی، نه شي کولی په جزییاتو د ښځو کړاو، رنځ او مقاومت بیان کړي. هغوی باوري دي چې د ښځو د ژوند په اړه روایت لیکل، سربېره پر دې چې د طالبانو له خوا د لګېدلو محدودیتونو اغېزې ښې څرګندوي، د تاریخ په پاڼو کې د ښځو د مبارزو ثبتولو لپاره مهمه وسیله هم ده. هغوی ټینګار کوي چې د ښځو پر ژوند لیکل ښايي یو ډول رواني درملنې ته لار هواره کړي او په ډله ییزه حافظه کې یې ثبت کړي او که چېرې په اوسني وخت کې د ښځو د ژوند اړوند کیسې ولیکل شي، په راتلونکې کې به هېڅوک ونه شي کړای تاریخ تحریف یا سرغړونه ترې وکړي.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د شرایطو له ترینګلتیا سره هممهاله، ځينې مېرمنې خپل ورځني یادښتونه او کیسې لیکي. هغوی باوري دي چې د ښځو ورځنۍ کیسي کولی شي د عدالت غوښتنې په بهیر کې مرسته وکړي.
کیسه لیکواله عزیزه صفدري وايي چې د کیسې لیکولو لارې نړۍ له هغو کړاوونو، محدودیتونو او وحشت څخه چې طالبانو پر افغان مېرمنو تپلي، د خبراوي یوه لار ده. نوموړې چې له یو کال راهیسې د دردېدلو ښځو په اړه کیسې لیکي، باوري ده چې کیسه لیکل اسانه نه دي او هغوی له وېرې سربېره راتلونکې نسل ته د اوسنیو پېښو د ثبتولو په موخه کیسې لیکي.
تمنا رضايي چې یوه بله کیسه لیکواله ده او له دوو کالو راهیسې یې پر کیسو لیکلو پیل کړی، وايي چې په لومړي وار یې د خپل ژوند کیسه ولیکله. نوموړې زیاتوي: «ګومان مې کاوه دومره مهمه نه ده چې د ځان په هکله لیکل وکړم او په دې اړه یې ولیکم چې په خپل هېواد کې له بنسټيزو حقونو محرومه شوې یم. خو د روایت له خپرېدو وروسته پوه شوم چې زما د ژوند کیسه د ډېرو لپاره ارزښتناکه وه. له ښځو سره د هغوی د کیسو لیکلو لپاره د مرکو پر مهال پوه شوم چې ډېرې ښځې ظلم، تاوتریخوالی او ځپنه بیخي جرم نه ګڼي او ګومان کوي چې دا د ورځني ژوند دود دی. د مرکو پر مهال پوه شوم چې ظلم په یو ډول نه یو ډول د افغان ښځو پر ژوند تپل شوی او عادي بڼه یې خپله کړې. بل ټکي ته چې د مرکو پر مهال متوجه شوم، دا و چې د ښځو شکایتونو ته د رسېدنې لپاره هېڅ بنسټ نه و او دا د ظلم پر وړاندې د هغوی د چوپتیا لامل کېږي.»
ځينې لیکوالان او رسنیز فعالان د ښځو له خوا داسې یو ګام ستايي. د «رقص در مسجد» کتاب لیکواله حمیرا قادري وايي چې که کیسه لیکنه له پخوا راهیسې دود وای، ښځو کولی شوای د اوس پرتله یې له ډېرو ظلمونو مخنیوی او تبعیض یې ملموس کړی وای. د نوموړې په خبره، د افغان ښځو تاریخ د چوپتیا او انزوا تاریخ دی.
مېرمن قادري زیاتوي: «ان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې هم له زدهکړو محرومیت طبیعي و او همدا د ګڼو ښځو د بې سوداۍ لامل شو، ځکه زموږ په ټولنه کې شخصي روایت یوه انتزاعي موضوع وه او له ټولیز وجدان سره یې هېڅ کار نه درلود او تر اوسه یې هېڅ ټولنیز بحث ته لمن نه ده وهلې. که ښځې لیکل وکړي، ډېرې به واورېدل شي او په ټولنه کې به د خواخوږۍ چاپېریال رامنځته شي.»
دا لیکواله وايي چې د ښځو د ژوند په اړه کیسه لیکل، سربېره پر دې چې جنسیتي نابرابري بربنډوي، کولی شي د هنر درملنې بڼې په څېر کار وکړي. د نوموړې په خبره، د دردونو لیکل سره له دې چې له طالبانو سره د مبارزې ځانګړې لار به نه وي، خو د ښځو د چوپتیا پر وړاندې مبارزه ده، ځکه درد له لیکلو وروسته له فردي حالت څخه وځي او ټولیزه بڼه خپلوي. هغه زیاتوي، کله چې کیسه ټولیزه بڼه خپلوي، ټولیزه همبستګي رامنځته کېږي او افغان ښځې داسې یوموټي کېدو ته اړتیا لري.
د رخشانې رسنۍ مسووله زهرا جویا وايي چې افغان ښځې له ژوند او مبارزې ترخې تجربې لري او باید وخت ورکړل شي چې دا تجربې ولیکي او مستندې یې کړي. د نوموړې په خبره، په اوسنیو شرایطو د ښځو پر وړاندې کړاو، درد، رنځ او تاوتریخوالی له عادي کېدو سره مخ دی. زهرا جویا باوري ده چې د کیسو لیکلو له لارې څرګندېږي چې تاوتریخوالي د مېرمنو پر شخصي ژوند څومره اغېز کړی او اوږدمهاله پایله به یې پر راتلونکې څومره اغېز ولري.
مېرمن جویا وايي: «د ښځو کیسې او د دوی د ژوند انعکاس په ملي او نړیواله کچه خورا مهم دي، ځکه خلک د دوی له دردونو، غوښتنو، رنځونو، مبارزې او مقاومت څخه خبروي. دغه راز، د ښځو او نورو وګړو کیسې پر هغو ډېر اغېز کوي چې د افغانستان لپاره د پلان جوړونې په کچه کار کوي. پر راتلونکې نسل د نننیو کیسو اغېز ښيي چې ازادي د افغان مېرمنو لپاره څومره لویه خبره وه.»
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته مېرمنې له خپلو لومړنیو حقونو محرومې شوې دي. د هغوی پر زدهکړو، کار او ازاد تګ راتګ بندیز لګېدلی دی. سربېره پر دې هم، ګڼو ښځو په تېرو څلورو کالو کې په خپل یا مستعار نوم د ځان یا نورو ښځو کیسې لیکلي څو نړۍ له هغو ناخوالو خبره کړي چې په هېواد کې روانې دي.





