۸صبح، کابل: پر بشري حقونو د څار بنسټ افغانستان کې پر خوارځواکۍ د ۳۴ زره ماشومانو له اخته کېدو خبر ورکوي.
پر بشري حقونو د څار بنسټ یکشنبه د تلې پر ۲۴ د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو راپور خپور کړی، چې په هغه کې خوړو ته د ځینو هېوادونو د وګړو د لاسرسي په اړه خبرې شوې دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان تر نیمایي زیات وګړی، چې ۱۹ میلیون تنه کېږي د خوراکي توکو د ناامني لوړه سطحه تجربه کوي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې افغانستان کې یوازې په ۲۰۲۲ کال کې ۳۴ زره ماشومان پر خوارځواکۍ د اخته کېدو له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.
دغه نړیوال بنسټ ټینګار کړی، چې د خوراکی توکو په برابرولو کې د کړیو ترمنځ ګډوډي، کووېډ ـ ۱۹، موسمي بدلونونه او د اوکراین جګړه د خوراکي توکو د ناامني د زیاتوالي لاملونه دي.
د فائو د ارزونو له مخې اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۱ کال کې ۵۳ هېوادونو کې ۱۹۳ میلیون تنه د خوراکي توکو له ناامني سره مخ وو.





