۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې د بامیان ولایتي روغتون «مالیکولي تشخصي لابراتوار» ته عصري تجهیزات برابر شوي او د ازموینو ظرفیت یې لوړ شوی دی.
نوموړي بنسټ یکشنبه د وږي پر ۱۵مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا تجهیزات د اروپايي ټولنې په ملاتړ برابر شوي او له روغتیايي کارکوونکو سره مرسته کوي، څو چټک او دقیق تشخیص وړاندې کړي.
د راپور له مخې، اوس په بامیان او څنګلورو ولایتونو کې زرګونه کسان کولی شي خپلو کورونو ته نږدې له تشخیصي خدماتو برخمن شي.
د بامیان ولایتي روغتون د لابراتوار مسوول عبدالحمید صفدري ویلي چې دغه ملاتړ ناروغانو ته د چټک او باوري تشخیص د وړاندې کولو وړتیا لوړه کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د تشخیصي خدماتو پیاوړتیا، باکیفیته روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ښه کولی شي.





