۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد له بيبيسي سره په خبرو کې خپل اصلي نوم طاهرشاه صدیقي ښودلی دی.
بيبيسي دري دوشنبه د وږي پر ۲مه راپور ورکړی چې مجاهد په لومړي وار ښکاره خپل نوم افشا کړی دی.
د راپور له مخې، مجاهد له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو رژیم مهمه څېره ده او مستعار نوم کاروي چې له پخواني حکومت سره د دې ډلې د جګړې راهیسې پرې پېژندل کېږي.
مجاهد په دې مرکه کې د ښځو پر وضعیت هم غږېدلی او ادعا یې کړې چې د ښځو حقونو، بیان ازادۍ او نورو مسایلو ته د «شریعت په چوکاټ» کې ژمن دي.
نوموړي د ښځو د زدهکړو او کار په اړه د طالبانو د ژمنو د نه عملي کېدو اړوند پوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې ټولو مسایلو ته دې د «شریعت له اړخه» ولیدل شي.
مجاهد ویلي چې د خپل دفتر په څېر ادارو کې ښځو ته د کار کولو اجازه د «مفاسدو لامل» کېږي او «د هغوی عزت تر پوښتنې لاندې راځي.»
نوموړي له دې وړاندې ویلي و چې طالبان به اجازه ورکړي چې «زموږ د چوکاټونو له مخې» کار او زدهکړې وکړي او هغوی به په ټولنه کې ډېرې فعالې وي.




