• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د زابل تاریخي بالاحصار د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دی

۸صبح زابل

۸صبح زابل ۸صبح زابل
۱۶ زمری/اسد ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳ [t_time:1691421666]
Social Media

Social Media

د زابل تاریخي بالاحصار چې د زابل ولایت مرکز کلات ښار په زړه کې پروت دی او راویان یې وایي ډېر پخوانی تاریخ لري؛ خو اوس مهال د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دی. د راویانو د قول له مخې د دې بالاحصار تاریخ د سکندر مقدوني وخت ته رسېږي. د زابل بالاحصار کې دننه د شیخ متي په نوم د یاد ولایت یو کس چې د لومړنیو وختونو شاعر یادېږي او ویل کېږي، په ۶۲۳ هجري قمري کلونو کې زیږیدلی، چې له وفات کېدو وروسته دغه بالاحصار کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د معلوماتو له مخې د دې  تصوفي شاعر مقبره هم د ړنګیدو له ګواښ سره مخ ده چې تر اوسه پورې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او نورو مسوولو ادارو له لوري ورته کومه ځانکړې پاملرنه نه ده شوې. د زابل ولایت اوسیدونکي د دغه بالاحصار د رغیدو غوښتنه کوي او وایي چې د ړنګیدو مخه دې یې ونیول شي. د اوسیدونکو په خبره، دا مهال له دغه بالاحصار څخه نظامي ګټه اخیستل کیږي او باید د دې چارې مخه ونیول شي. خلک غوښتنه کوي، چې دا تاریخي بالاحصار دې د تفریحي ځای لپاره ځانګړی شي.

۶۵ کلن سپین ږیری محمد الله وایي، د کلات تاریخي بالاحصار یو وخت د سیلانیانو د پام وړ مرکز و او په ښه ډول یې ساتنه کیدله. د هغه په خبره، که څه هم پخوانیو حکومتونو کې نظاميانو ترې استفاده کوله؛ خو ښه ساتنه یې کېده او  دروازه یې د سیلانیانو پر مخ خلاصه وه. محمدالله زیاتوي: «زما چې یادیږي له دې بالاحصار څخه په هر حکومت کې نظامي استفاده کیده؛ خو په هغه وختونو کې به چې بهرني سیلانیان راتلل او یا به د بازار خلکو تفریح کوله، پاس بالاحصار ته به ختل؛ مګر اوس په پوره ډول له نړیدو سره مخ دی، تاسې یې دا دیوالونو ته وګورئ چې نړیږي او هیڅ پاملرنه نه ورته کیږي، دا تاریخي ځای دی او د دې ساتنه ډېره مهمه ده؛ خو طالبان یې په ارزښت نه پوهیږي.»

د زابل یو بل اوسیدونکی عبدالصمد بیا وایي، یو وخت ده په بالاحصار کې د دروازې د ساتنې دنده او مسؤلیت په غاړه لرلو، چې هر ډول ورتلونکو کسانو ته د بالاحصار د لیدو اجازه ورکول کیده. د هغه په خبره، د ډاکټر نجیب الله په واکمنۍ کې هر سیلاني او تفریح کونکي ته اجازه وه، چې له بالاحصار څخه لیدنه وکړي. نوموړی زیاتوي: «د ډاکټر نجیب الله په واکمنې زه د دې بالاحصار د دروازې مسؤل وم، په هغه وختونو کې ما خپله سیلانیانو او هم تفریح کوونکو ته اجازه ورکوله، خو اوس چې طالبان راغلي دا کار یې بند کړی او هیچاته هم اجازه نه ورکوي چې له بالاحصار څخه لیدنه وکړي، زموږ دا غوښتنه ده چې لومړی دې دا بالاحصار جوړ شي او بیا دې له دا نظامي استفادې خلاص او د خلکو تفریح ته دې ځانګړی شي.»

محمدامین د زابل ولایت اوسیدونکی دی او وایي، کلات ښار کې د تفریح لپاره ځانګړی او معیاري پارک نشته چې د دوی په کې ساعت تېر شي. د ده په خبره، د زابل بالاحصار دې تفریح ته ځانکړی شي، څو د سیلانیانو پاملرنه ځان ته واړوي او د نړېدو له ګواښ څخه به هم وژغورل شي.   نوموړی وويل: «موږ زابل کې یوازې د صحرانې په نوم سپیرې غونډۍ لرو، د تفریح لپاره معیاري پارک نشته، زموږ دا غوښتنه ده چې دلته دې حکومت یو ښه پارک جوړ کړي، یوه ګټه به یې دا وي چې دا پارک به وساتل شي، بله ګټه به یې دا وي سیلانیان به ورته را جذب شي او بل هم دا چې د نړیدو له ګواښ څخه به وژغورل شي.»

د زابل د بالاحصار څخه یوه سرچینه وایي، دغه بالاحصار کې درې لویې ودانۍ، د شیخ متي بابا مقبره او د بالاحصار ټوله احاطه له بشپړ نړېدو سره مخ دي. د سرچینې په خبره، په بالاحصار کې دوه ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلي او اوس یې یوازې خاورې پاتي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د زابل بالاحصار ته په تیرو حکومتونو کې خورا ډیره پاملرنه کېده او دوه ځله چې یو ځل د ظاهر شاه او بل ځل هم د داوود خان په واکمنیو کې رغول شوی دی.

هېره دې نه وي چې د زابل د بالاحصار پخوانۍ دروازه هم د طالبانو په تیرې واکمنۍ کې ایستل شوې او په پاکستان یې خرڅه کړې وه، چې هغه مهال بیا د دوی دا کړنه د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې وه.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
خبرونه

اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757442805]
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي
خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي

۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1756752298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.