زلمي خلیلزاد د سولې خبرو په دوهم پړاو کې د پرمختګ لـپـاره هیله منـدي څرګنده کـړه

م. ظ. صمیم

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې یو ځل بیا یې د افغان سولې په اړه هڅې پیل کړې د سه شنبې په ورځ پاکستان ته له سفر وروسته په کابل کې د سولې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر، پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف او نورو سیاسي څېرو سره وکتل.
زلمي خلیلزاد ویلي، قطر او څو نورو هېوادونو ته په دې هیله سفر کوي، چې د سولې د مذاکرو په بل پړاو کې د پام وړ پرمختګ وشي.
د امریکا ځانګړی استازی په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او د دغو تاوتریخوالیو پر کمولو یې ټینګار کړی دی.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ د رضایت وړ بللی او ویلي یې دي چې د خبرو دوهم پړاو پیلېږي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی د خبرو د پيلولو لپاره د نظام په کلک ملاتړ دوحې ته تللی دی.
له بلې خوا، دوحې ته د افغان دولت د مرکچي پلاوي له سفر سره په یو وخت، په کابل کې د ملګروملتونو سازمان دفتر یا یوناما له دولت او طالبانو غوښتي چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې وکړي. د افغانستان لپاره د ملګروملتو سازمان د عمومي منشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي: «زه له دواړو لوریو غواړم چې له فرصته په استفادې د تاوتریخوالي د کمښت زمینه برابره کړي ترڅو د افغانانو وژل پای ته ورسېږي او یو سیاسي ثبات رامنځته شي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.»
د ملګروملتو سازمان د عمومي منشي استازې ټینګار کړی چې د جګړې بندول د خبرو لپاره ښه فضا رامنځته کوي، خلکو ته هیله وربښي او بشر دوستانه مرستندویانو ته اجازه ورکوي چې په ټول هېواد کې خلکو ته اړینې ژمنۍ مرستې ورسوي.
په کابل کې د ملګروملتونو د استازولی دفتر ټینګار کړی چې د دوحې مذاکرات د جګړې د پای ته رسولو او تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره ډېر مهم دي. یوناما ټینګار کوي چې له دواړو لوریو سره له نږدې په تماس کې دي او د اړتیا په صورت کې دغه سازمان مرستې ته چمتو دی.
اخوا، په کابل کې د فرانسې سفارت هم ویلي: دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي چې د سولې مستحق دي، داسې سوله چې د ډیموکراتیکو ارزښتونو د خوندیتوب لامل شي.
دغه سفارت د باور جوړونې او د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره په افغانستان کې د هدفي وژنو پای ته رسېدل او د اوربند ټینګښت مهم بللي دي.
اخوا، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو مشرانو ته په لیک کې له هغوی په مذاکراتو کې چټک اوربند، د قربانیانو حقونو او بشري حقونو ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې دغو خبرو د جګړې د پای ته رسولو او تلپاتې سولې د راتلو لپاره یو تاریخي فرصت برابر کړی دی.
دغه بنسټ ویلي چې د تاوتریخوالي دوام، ملکي تلفاتو او د خلکو مالي زیانونو سولې ته هیله مندي کمه کړې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ټینګار کړی چې دواړه لوري باید د اوربند او پر اوربند د څارنې او همداراز د هدفي وژنو په شان پېښو په اړه د څېړنو په موخه یوه ګډه کميته جوړه کړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې د اساسي او قانوني حق په توګه د جګړې قربانیان د خبرو له دواړو لوریو غواړي چې غږ یې واورېدل شي او د تاوتریخوالي او جنایتونو د پای ته رسولو په اړه د دوی غوښتنو ته درناوی وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button