زرداري: د امنیت شورا ته مو د ټي‌ټي‌پي د پټنځایونو او مالي ملاتړو پیاوړي شواهد وړاندې کړل

۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغه هېواد د اطلاعاتي سازمان د معلوماتو له مخې ټي‌ټي‌پي د پاکستان په څنګ کې امن پټنځایونه پیدا کړي او دغه هېواد یې نه شي زغملای.

د اکسپرس ټریبیون د راپور له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري جمعه د لیندۍ پر ۲۵ د ملګروملتونو سازمان په مرکز کې ویلي، چې پېښور کې پر پوځي ښوونځي برید دا څرګنده کړې، چې «د هغې ترهګرۍ له ګواښ سره چې اوسمهال له افغانستان سرچینه اخلي» د ملګروملتونو سازمان مبارزه باید اغېزمنه وي.

هغه وایي، چې هېواد یې له پولو اخوا ترهګري نه شي زغملای او د ځان د خوندیتوب لپاره پر هغوی مستقیم برید خپل حق بولي.

زرداري څرګنده کړې، چې هېواد یې د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي او د پاکستان د نورومخالفو ډلو د بهرني مالي ملاتړ او پټنځایونو پیاوړي شواهد لري او هغه یې د ملګروملتونو سازمان د امنیت له شورا سره شریک کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې ویلي، چې هېواد یې تمه لرله طالبان به وکولای شي د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان پروړاندې د ترهګریزو بریدونو له ترسره کولو، لکه څنګه یې د دوحې په هوکړه لیک کې ذکر شوي، منع کړي.

د زرداري په وینا داسې برېښي، چې یوې ګډې موخې ته د رسېدو هڅې له ماتې سره مخ شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی، چې هېواد یې او نړۍ باید د ترهګرو امن پټنځایونه له منځه یوسي او د ترهګریزو بریدونو مالي سرچینې، مسوول بنسټونه او کسان په نښه کړي.

دغه څرګندونې د پاکستان په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د ۸ یادغونډې په مناسبت په ملګروملتونو سازمان کې مطرح شوې دي. په هغه برید کې ۱۳۲ ماشومان او د دغه ښوونځي اته کارکوونکي او ښوونکي ووژل شول. د دغه برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک پرغاړه واخیست.

ورته لیکنې

Back to top button