دا کیسه، یوازې د یوې نجلۍ نه ده. دا په افغانستان کې د زرګونو نجونو کیسه ده؛ هغه نجونې چې یو وخت یې د کتاب او قلم په مرسته راتلونکې ته کتل، خو ناڅاپه د محدودیتونو، کډوالۍ او بې برخلیکۍ په دنګو دیوالونو کې راګیرې شوې. هغه نجونې چې لوی لوی ارمانونه یې لرل، خو د خپل لومړني حق یعنې زدهکړو لپاره مجبوره شوې دروند لګښت پرې کړي. دا د هغه نسل کیسه ده چې نه یې جګړه پیل کړې، نه یې په سیاسي پرېکړو کې ونډه لرلې او نه یې کډوالي غوښتې، خو پایلې یې ورته درنې وې.
هغه نسل چې یو وخت محصلانې وې او ازموینې، څېړنې او مسلکي راتلونکي ته یې پلان درلود، بله ورځ د پوهنتون د تړلو دروازو ترشا ودرېدې او پوه شوې چې کله کله یو فرمان هم کولی شي د یوه انسان کلونه هڅې په اوبو لاهو کړي. هغه نجلۍ چې دا کیسه کوي، له همدغو نجونو یوه ده.
هغه نجلۍ چې کلونه یې زدهکړې وکړې، ډېرې شپې یې له کتابونو سره تېرې کړې او هغې ورځې ته یې چمتووالی نیوه چې د فراغت په جامو کې د کورنۍ د غړو ترمنځ ودرېږي او ووايي: «ختم شو، زه بریالۍ شوم.» خو هغه ورځ یې هېڅکله ونه لیده.
کله چې د ژوند کیسه کوي، یوازې کیسه کوونکې نه ده؛ یو ځل بیا په هماغو ترخو ورځو کې ژوند کوي. په خبرو کې یې ډک ستونی چې کلونه یې پټ ساتلی و، ماتېږي او پر مخ یې ارامې اوښکې روانېږي. هره جمله یې د هغو کلونو له درد سره مله وه چې د پوهنتون د تړل کېدو، کډوالۍ، بې برخلیکۍ او د فرصتونو په له لاسه ورکولو تېر شوي و. هغې خپله کیسه د لیکل شوې پاڼې له مخې نه، بلکې د ژوند د ژورو ټپونو له منځه کوله؛ د هغو خاطرو له منځه چې لا هم ورته تازه وې او هغو دردونو چې د وخت په تېرېدو هم نه و ټکور شوي.
نوموړې وايي چې کله د نجونو پرمخ پوهنتونونه وتړل شول، ښايي ډېرو ته د سلګونو خبرونو ترمنځ یوازې یو خبر و چې په ټلویزیونونو او خواله شبکو کې خپور شو.
خو هغو نجونو ته چې د خپلې راتلونکې د جوړولو په درشل کې وې، هغه ورځ د ژوند د یوه فصل پای و. هغې ته د پوهنتون دروازې د تړل کېدو غږ یوازې د یوې ودانۍ د دروازې تړل کېدل نه و؛ هغه غږ د هیلو غږ ماتېدل و چې کلونه یې ورته هڅې کړې وې.
هغه د پوهنتون د دهلیزونو چې یو وخت د محصلانو له غږونو، علمي بحثونو او د نجونو له هیله منو قدمونو ډک و، په اړه کیسه کوي؛ نوموړې د هغو څوکیو یادونه وکړه چې تشې پاتې شوې، د هغو کتابونو چې ټاکل شوې وه د راتلونکي لار روښانه کړي، خو د کورونو په کونجونو کې پراته پاتې شول او د هغو کتابچو چې لا یې ډېرې سپینې پاڼې پاتې وې، خو نور یې د ډکېدو فرصت ونه موند.
هغه وايي چې هغو نجونو ته چا د فراغت مراسم ونه نیول. هېڅ ښوونکي له محصلانو سره د مخې ښې وخت ونه موند. د فراغت په جامو کې هېڅ یادګاري عکس وانخیستل شو. یوازینی څه چې پاتې شول، چوپتیا وه؛ درنه چوپتیا چې د زرګونو هیلو پر سر یې سیوری وغوړاوه. هغه هماغه ورځ پوه شوه چې کله کله انسان داسې څه له لاسه ورکوي چې ان د مخه ښې فرصت هم نه لري.
کله یې چې خپله کیسه کوله، ستونی یې ډک و او سترګې یې پر اوښکو لمدې وې. هغې وویل چې د پوهنتونونو له تړل کېدو مخکې یې ژوند، د ډېرو نورو نجونو په څېر له هیلو، پلانونو او ارمانونو ډک و. پوهنتون هغې ته یوازې د زدهکړې ځای نه و؛ بلکې د خپلواکۍ، هڅو او هغې راتلونکې نښه وه چې غوښتل یې په خپلو لاسونو جوړه کړي. نوموړې باوري وه چې زدهکړه د انسان برخلیک بدلولی شي. غوښتل یې زدهکړې وکړي، کار وکړي او یوه ورځ خپلې کورنۍ او ټولنې ته ګټوره واوسي.
خو د پوهنتونونو له تړل کېدو سره یې په ذهن کې یوه پوښتنه راولاړه شوه: که د زدهکړو لار وتړل شي، یوه پیغله نجلۍ به خپله راتلونکې څنګه جوړوي؟ که د زدهکړو دروازې وتړل شي، ارمانونه به چېرې لاړ شي؟
هغه یوازې نه وه. په شاوخوا کې یې زرګونو نورو نجونو هم له همدغو پوښتنو سره ژوند کاوه؛ هغه نجونې چې کورنیو یې په ستونزو سره د زدهکړو لګښتونه برابر کړي و او باور یې درلود چې سبا به له ننه ښه وي. خو ناڅاپه ورته راتلونکې ناڅرګنده شوه.
له هغې وروسته، په افغانستان کې پاتې کېدل ورته ورځ تر بلې ستونزمن کېدل. محدودیتونه زیاتېدل او داسې احساس یې کاوه چې هره ورځ یې د راتلونکې یوه برخه تروړل کېږي. هغې نه غوښتل له کور، کورنۍ او وطن څخه بېله شي. وایي، هېڅ انسان په اسانۍ خپلې ریښې نه پرېږدي. کډوالي ورته ساده انتخاب نه و؛ بلکې د هغو شرایطو پایله وه چې په رامنځته کېدو کې یې هېڅ ونډه نه لرله. که د زدهکړو د دوام او عادي ژوند فرصت ورته برابر وای، هېڅکله به یې د کډوالۍ لار نه وه غوره کړې. خو کله یې چې پر مخ ټولې لارې، یوه په بلې پسې وتړل شوې، مجبوره شوه چې بله لار وګوري.
پر هغې ورځې یې چې د افغانستان د پرېښودلو پرېکړه وکړه، یوازې یوه مسافره نه وه؛ هغه داسې نجلۍ وه چې د خپل زړه یوه برخه یې په خپل کور کې پرېښوده. له خپلې موره بېلېده چې اندېښنې یې د موسکا تر شا پټولې، له هغه پلار څخه چې د ټولو ستونزو سربېره هم هیله من و چې لور یې به خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، له هغې کوټې چې کتابونه یې پکې پراته و، له هغو کوڅو چې د ماشومتوب خاطرې یې پکې خوندي وې او له هغه وطنه چې مینه یې ورسره لرله؛ خو نور یې په کې د پاتې کېدو او ودې فرصت نه لیده.
له یوه بکس او زرګونو سوچونو سره روانه شوه. ګومان یې کاوه چې ښايي په کوم بل ځای کې یې له سره پیل کړي؛ ښايي داسې وي چې پکې وکړای شي د یوې محصلې په نوم وپېژندل شي، نه هغه نجلۍ چې له زدهکړو محرومه شوې ده.
هغه ایران ته لاړه؛ له هغې هیلې سره چې لا خاموشه شوې نه وه. ایران ورته د غوره ژوند مقصد نه و، بلکې د هغې لارې لنډمهالی پناه ځای و چې په افغانستان کې تړل شوې وه. هغې غوښتل بېرته ټولګي ته ستنه شي، غوښتل یې بېرته خپل کتابونه پرانېزي او وښيي چې یوه افغانه نجلۍ له ټولو خنډونو سره سره د خپلې راتلونکې د جوړولو وړتیا لري.
خو په کډوالۍ کې د ژوند پیل اسان نه و. کډوال یعنې تل له نویو پوښتنو سره مخامخېدل؛ یعنې د ژوند د معمولو اندېښنو ترڅنګ د پاتې کېدو، لګښتونو او محدودیتونو په څېر ستونزو سره مخ کېدل.
هغې میاشتې هڅه وکړه چې پوهنتون کې شامله شي. لس میاشتې انتظار، هڅې او اندېښنې تېرې شوې؛ لس میاشتې چې هره ورځ یې له یوې پوښتنې سره پیلېده: «ایا کولی شم بیا محصله شم؟»
په پایله کې هغه ورځ هم راورسېده چې د قبولۍ خبر واوري؛ داسې ورځ چې ښايي ډېرو ته یوازې عادي بریالیتوب وي، خو هغې ته یې بله مانا لرله.
هغه وايي: «په کراره مې وژړل؛ نه له خواشینۍ، بلکې د هغه فشار له کبله چې میاشتې مې زغملی و.»
په لومړي وار یې له مودو وروسته احساس کړه چې بیا د راتلونکې پر لور لار پرانېستل شوې ده. ښايي وکړای شي بیا ځان په یوې کلمې کې تعریف کړي: «محصله.»
خو لا نه پوهېده چې مخې ته پرتې لارې به یې له دې هم سختې ازموینې ولري. په کډوالۍ کې ژوند هغه ډول اسانه نه و څنګه یې چې تصور کړی و. هغې پوهنتون ته لاره موندلې وه، خو ستونزې یې پر ځای وې. د زدهکړو تر څنګ یې باید له نورو اندېښنو سره هم مبارزه کړې وای؛ د اقامت اندېښنه، د ژوند د لګښتونو ستونزې، ناڅرګنده راتلونکې او د تلپاتې بېثباتۍ هغه احساس چې تل ورسره مل و.
هغې غوښتل چې یوازې محصله اوسي؛ داسې چې سهار خپل کتابونه راواخلي او پوهنتون ته لاړه شي، ازموینو ته چمتووالی ولري او راتلونکې لپاره پلان جوړ کړي. خو کډوالۍ اجازه نه ورکوله چې ژوند یې یوازې تر درسونو او پوهنتون پورې محدود پاتې شي.
تل یو څه و چې ارام به یې ورته ګډوډوه. باید ډېره هڅه یې کړې وای څو ثابته کړي چې نور دې یې په اړه شک نه کوي؛ دا چې هغه حق لري درس ووايي، حق لري ارمان ولري او حق لري ځانته خپله راتلونکې جوړه کړي.
هغې د درسونو ترڅنګ د ژوند له سختیو سره هم مبارزه کوله. کله به چې ډېره ستړې ستومانه هم وه، بیا به یې هم خپل کتابونه پرانېستل. داسې شپې به هم وې چې د سبا اندېښنو به یې خوب له سترګو تښتاوه، خو بیا به یې هم هیله له لاسه نه ورکوله. هغه پوهېده چې که تسلیمه شي، نه یوازې به یو شخصي فرصت، بلکې د هغې هیلې یوه برخه هم له لاسه ورکړي چې کلونه یې ورته مبارزه کړې وه. خو کله کله انسان، څومره هڅه هم چې وکړي، هر څه یې په واک کې نه وي.
په ایران کې له څه مودې وروسته، د اقامتي ستونزو او د ژوند سختو شرایطو له امله ونه توانېده چې په اسانه خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. هغه مجبوره شوه چې د یو وخت لپاره پوهنتون پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستنه شي. هغې ته بېرته ستنېدل داسې و، لکه هغه ځای ته بېرته ورګرځېدل چې په ټول توان یې هڅه کړې وه ترې ووځي. هغه بیا هماغه هېواد ته ستنه شوه چې یوه ورځ یې د زدهکړو د تړل کېدو له امله پرېښود. خو لا یې خپله هیله له لاسه نه وه ورکړې. کورنۍ یې هم تر څنګ ودرېده.
پلار یې چې ولیدل د لور راتلونکې یې له خطر سره مخ ده، د هغې د زدهکړو لپاره یې هڅې پیل کړې. ډېرې ورځې یې په انتظار، اوږدو لیکو او اندېښنو کې تېرې کړې. نوموړي ته د ویزې ترلاسه کول یوازې یوه پاڼه نه وه؛ بلکې د زدهکړو لوري ته یې د لور د بېرته ستنېدو یو فرصت و. له ډېرو هڅو وروسته، یو ځل بیا ایران ته لاړه؛ دا ځل په ډېرې هیلې، خو له ژور ټپ سره. نوموړې پوهېده چې لار اسانه نه ده، خو باوري وه چې کولی شي دوام ورکړي.
پوهنتون ته بېرته ستنېدل ورته اسانه نه و. وخت له لاسه وتلی و، سمسترونه بدل او د زدهکړو شرایط پېچلي شوي و. خو بیا یې هم هڅه وکړه، ځان یې له نویو شرایطو سره برابر کړ، بیا یې خپل کتابونه واخیستل او د هماغې پخوانۍ هیلې په لټه شوه؛ د هغې ورځې هیله چې وکړای شي فارغه شي. هغې په دې ټوله موده کې له برابر فرصت پرته بل څه نه غوښتل. نه یې غوښتل څوک ورته ځانګړی امتیاز ورکړي.
یوازې یې غوښتل چې د هر بل محصل په څېر د زدهکړو فرصت ولري او خپله راتلونکې جوړه کړي. خو یو ځل بیا یې پر وړاندې نوی خنډ راپیدا شو؛ دا وار د پوهنتون د دیوالونو خنډ. هماغه مهال چې د لارې د دوام هیله یې پیدا کړه، د پوهنتون د فیس د زیاتېدو خبر یې واورېد. باید هغه اندازه پیسې یې ورکړې وای چې د ژوند شرایطو ته په کتو یې ډېرې وې: اووه سوه پنځوس یورو. دومره چې ښايي ځينو ته یوازې لګښت وي، خو د یوې کډوالې محصلې لپاره چې له ډېرو ستونزو سره یې ژوند کاوه، د هر څه له لاسه ورکولو مانا یې لرله.
هڅه یې وکړه چې یوه لار ومومي. غوښتل یې دوام ورکړي، غوښتل یې پاتې شي، خو د ژوند واقعیتونو اجازه ورنه کړه. په پای کې مجبوره شوه چې پوهنتون پرېږدي؛ داسې شېبه چې تل به یې په ذهن کې پاتې وي. داسې شېبه چې یو ځل بیا یې ولیدل یو څه ترې واخیستل شول. لومړی وار د کابل پوهنتون دروازې په تړل کېدو ترې راتلونکې وتروړل شوه او دویم ځل مالي ستونزو او د کډوالۍ شرایطو له هغه پوهنتونه لرې کړه چې د رسېدو لپاره یې ډېره مبارزه ورته کړې وه.
هغې زدهکړې پرېنښودې؛ بلکې شرایطو مجبوره کړه چې ودرېږي. ځکه هغې ته پوهنتون یوازې یوه ودانۍ نه وه. تعلیم یې هیله وه؛ داسې لار چې له لارې یې غوښتل ثابته کړي یوه افغانه نجلۍ، د ټولو محدودیتونو سربېره هم کولی شي بریالۍ شي.
خو کله چې د پوهنتون د فیس ورکولو وس ترې واخیستل شو، مجبوره شوه چې د ژوند دردونکې پرېکړه وکړي: د پوهنتون پرېښودل.
خو د پوهنتون له پرېښودلو وروسته هم ستونزې پای ته ونه رسېدې. د محصلۍ د حالت له ختمېدو سره یې په ایران کې د اقامت شرایط بدل شول. نور ورته پاتې کېدل اسانه نه و. نوموړې چې یو وخت د زدهکړو د دوام لپاره ایران ته تللې وه، اوس نه پوهنتون و او نه یې د پاتې کېدو اجازه.
یو ځل بیا له سختې لارې سره مخ شوه: افغانستان ته بېرته ستنېدل، هغه ځای ته چې لا هم پکې محدودیتونو دوام درلود، یا یوې ناڅرګندې راتلونکې ته د رسېدو بله لار.
په پایله کې یې پرېکړه وکړه چې ترکیې ته لاړه شي؛ داسې پرېکړه چې د ازاد غواروي له مخې یې نه وه. که د ژوند د دوام لپاره قانوني او خوندي لار وای، هېڅکله به یې ځان له ګواښ سره نه وای مخ کړی. خو کله چې لارې وتړل شي، ډېر کډوال مجبوره دي هغه لارې غوره کړي چې له ګواښونو یې خبر دي.
هغه په قاچاقي لارې ترکیې ته روانه شوه. لار له وېرې او اضطرابه ډکه وه. هره شېبه له دې پوښتنې سره مخ وه: «ایا مقصد ته به ورسېږم؟»
اوږدې او تیارې شپې، د لارې ستړیا، د نیول کېدو وېره او د راتلونکي اندېښنې یې د سفر برخه وګرځېدې.
هغې یوازې یوه هیله لرله؛ داسې ځای ته رسېدل چې ښايي وکولی شي هلته ژوند بیا له سره جوړ کړي.
خو دا وار د هغې او هیلې ترمنځ یې پوله ودرېده.
د ترکیې پولې ته نږدې، له ډېرو سختو ورځو او شپو تېرولو وروسته، هغه او ملګري یې ونیول شول.
ټولې هیلې یې چې د نوي پیل لپاره لرلې، همالته ودرېدې.
نوموړې یو ځل بیا د پولو له تریخ حقیقت سره مخ شوه؛ هغو پولو سره چې څو واره یې د ژوند لوری وربدل کړی و.
په پایله کې بېرته افغانستان ته راولېږل شوه.
کله چې نن هغه ورځې یادوي، وایي چې د کیسې تر ټولو سخته برخه یې یوازې د پوهنتون له لاسه ورکول نه و.
تر ټولو سخته برخه یې د هغو فرصتونو له لاسه ورکول و چې بېرته په اسانه نه راګرځي. هغه اوس په افغانستان کې ژوند کوي؛ داسې ځای ته بېرته ستنه شوې چې ورستنېدو ته مجبوره وه، نه داسې ځای ته چې په خپله خوښه بېرته راغلې وي. ژوند ورته سخت شوی دی. هغه ارمانونه چې یو مهال ورته نږدې ښکارېدل، اوس ترې ډېر لرې شوې دي. خو لا یې هم په وجود کې یو څه پاتې دي؛ هیله.
کله یې چې خپله کیسه کوله، د خبرو په منځ کې څو وارې چوپه شي. غږ به یې دروند شو او اوښکې به یې روانې شوې. ځکه هغې یوازې خپل تېر نه بیانوه؛ هغې هغه ورځې بیا تجربه کولې چې ټپونه یې لا هم تازه دي. نوموړې د هغې نجلۍ کیسه وکړه چې یوازې یې غوښتل درس ووايي، خو د محدودیتونو، کډوالۍ او پولو تر منځ ګیره شوه. لا هم باوري ده چې کیسه یې باید واورېدل شي؛ ځکه هغه یوازې نه ده.
تر شا یې زرګونه نورې نجونې ولاړې دي چې له کتابونو، تړلو پوهنتونونو او ناڅرګندې راتلونکې سره ژوند کوي.
دا یوازې د یوې نجلۍ کیسه نه ده؛ دا د هغه نسل روایت دی چې د دوو پولو ترمنځ بندې دي؛ هغه پولې چې یوې یې راتلونکی وتاړه او بلې یې د ژغورنې لار.





