د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) وايي چې په نړۍ کې ګڼ ماشومان او نوي ځوانان په ښوونځيو کې د سایبري ځورونې په ګډون له تاوتریخوالي سره مخ دي.
دغه بنسټ پنجشنبه د نومبر پر ۵مه راپور ورکړی چې په ښوونیزو ځایونو کې تاوتریخوالی او ځورونه که په هره بڼه وي، د ماشومانو او نویو ځوانانو د ښوونې، روغتیا او هوساینې حقوق نقضوي.
یونیسکو د نومبر میاشتې لومړۍ پنجشنبه د ښوونځیو په چاپېریال کې د سایبري ځورونې په ګډون د تاوتریخوالي او ځورونې پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ نومولې ده.
دغه سازمان له حکومتونو، نړیوالو بنسټونو، نادولتي سازمانونو او مدني ټولنې غوښتي چې په ښوونیزو چاپېریالونو کې د تاوتریخوالي د مخنیوي او له دغې نړیوالې ورځې ملاتړ کې همکاري وکړي.
یونیسکو پر زدهکوونکو، والدینو، ښوونکو، ښوونیزو مسوولانو او د ټيکنالوژۍ پر شرکتونو هم غږ کړی چې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د خوندي ښوونیز چاپېریال په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
د دغه بنسټ په خبره، په ښوونځيو کې د خوندي چاپېریال رامنځته کول د ماشومانو او نویو ځوانانو د روغتیا، هوساینې او ښوونیز بهیر د ښه کېدو لپاره اړین دی.





