۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې ناڅرګندو کسانو د معصوم په نوم یو ۲۶ کلن ځوان د چړو په ګوزارونو وژلی دی.
سرچینو پنجشنبه د لړم پر ۱۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه د سپین بولدک ولسوالۍ په یوه کلي کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، یو چا معصوم ته زنګ وهلی او ترې غوښتي یې دي چې له کوره ورووځي او کله چې هغه له کوره وتلی، بریدګرو په چړو وهلی او وژلی یې دی.
ورته مهال په کندهار کې ځايي طالب مسوولان هم د پېښې پخلی کوي او وايي چې معصوم د خپلو ملګرو له خوا وژل شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې انګیزه او په اړه یې نور جزییات نه شته.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار کې د جنايي پېښو ګراف لوړ شوی دی.





