• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د طالبانو میلیاردي قراردادونه؛ ولې د اوبلنو ګازو بیه لا هم لوړېږي؟

۸صبح ۸صبح
۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792928804]
AFP

AFP

افغانستان په داسې حال کې هر کال د اوبلنو ګازو سلګونو زرو ټنو واردولو ته اړ دی چې د هېواد په شمال کې یې د طبیعي ګازو د پام وړ پېژندل شوې زېرمې شته. د ژمي په نږدې کېدو او د سون‌توکو د اړتیا په زیاتېدو، ګڼې کورنۍ د خپلو کورونو د تودولو لپاره له درنو لګښتونو سره مخ کېږي. دغه وضعیت د ځمکې لاندې زېرمو د مدیریت، د کورني تولید د ظرفیت د پراختیا او د طالبانو د قراردادونو د روڼتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي. ولې دا هیواد د ګازو له دومره ظرفیت سره سره لا هم پر وارداتو تکیه دی او ولې د خلکو لپاره له دې شتمنۍ څخه ګټه اخیستنه د انرژۍ د لګښتونو د دوامداره کمښت لامل شوې نه ده؟

د دغه تناقض ځواب دې د ځمکې لاندې زېرمو او د ګازو د استخراج، تصفیې او په اقتصادي توګه د وېشلو د وړتیا ترمنځ واټن کې ولټول شي. د تخنیکي محدودیتونو او د پانګونې د کمښت ترڅنګ، د طبیعي سرچینو پر قراردادونو د اغېزمنې عامې څارنې نشتوالی او د طالبانو د سیاسي مشروعیت اړوند پوښتنې هم مهمې دي؛ ځکه ملي سرچینې دې یوازې د واکمن رژیم او پانګوالو شرکتونو ترمنځ د هوکړو موضوع نه وي، بلکې د افغانانو ګټې دې پرې خوندي شي.

افغانستان د تېلو او طبیعي ګازو د پام وړ زېرمې لري او د دغو سرچینو یوه مهمه برخه د هېواد په شمال، په ځانګړي ډول د آمو سیند په حوزه او د جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو په شاوخوا سیمو کې پرته ده. په ۲۰۰۶ کال کې د امریکا د ځمکپوهنې ادارې او د افغانستان د کانونو وزارت د ګډې ارزونې له مخې، د افغانستان په شمال کې د طبیعي ګازو پېژندل شوې خو نه (کشف شوې) زېرمې شاوخوا ۱۵.۷ ټریلیونه مکعب فوټه، یعنې نږدې ۴۴۴ میلیارده متر مکعب اټکل شوې وې. ویل کېږي چې یوازې د شبرغان ختیځ ته د یتیم‌تاق د ګازو په زېرمه کې شاوخوا ۲۵.۸ میلیارده متر مکعبه ګاز شته؛ له دې زېرمو سره سره، له ګازو څخه اغېزمنه ګټه‌اخیستنه ، پانګونه، د برمه‌کارۍ ټيکنالوژي، د تصفیې تجهیزات او د لېږد شبکو ته اړتیا لري. د ځینو سیمو د تاسیساتو زړښت، د زېرمو د فشار کمېدل، د پرزو نشتوالی او د ټیکنالوژۍ محدودیتونه د تولید کچه راټیټولی او د سپړنې لګښتونه لوړولی شي. سربېره پر دې، د ګازو پراخ وتل او هره ورځ د لسګونو زرو متر مکعبو ګازو بېځایه ضایع کېدل ملي شتمنۍ ته درانه زیانونه اړوي.

کلني واردات؛ هغه تکیه چې لا هم دوام لري

د طالبانو له ادعاوو سره سره، د افغانستان د اوبلنو ګازو بازار لا هم پر وارداتو ولاړ دی او د دغه محصول کلنی مصرف له ۸۰۰ زرو څخه تر ۹۰۰ زرو ټنو پورې اټکل کېږي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۸۳۰ زره ټنه مایع ګاز وارد کړې دي. په ۲۰۲۳ کال کې هم د دغه محصول واردات نږدې ۸۲۸ زرو ټنو ته رسېدل. له یوې خوا په کور دننه د مایع ګاز پراخې غوښتنې او د هېواد د انرژۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې په دومره لویه کچه د وارداتو دوام، د دغه توکي ارزښت څرګندوي او له بلې خوا د افغانستان د بازار پر بهرنیو سرچینو تکیه په ډاګوي.

روسیه په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د اوبلنو ګازو له مهمو عرضه‌کوونکو څخه شوه. رویټرز د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د دغه کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې افغانستان ته د روسیې د اوبلنو ګازو صادرات، د روسیې او قزاقستان د ګډ شرکت د ګازو د لېږدونې په ګډون، شاوخوا ۴۱۸ زرو ټنو ته رسېدلي و. دا شمېر د تېر کال د ورته مودې پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د اروپايي ټولنې د بندېزونو له امله اروپايي بازارونو ته د روسیې د لاسرسي کمېدل او د ایران د ګازو د عرضې د یوې برخې کمښت د دغه توکي د سوداګرۍ د لارو د بدلون له مهمو لاملونو څخه بلل شوې دي.

افغانستان ته د سون‌توکو په چمتو کولو کې د روسیې ترڅنګ، قزاقستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران هم ونډه لري؛ خو د هر هیواد ونډه د وخت په تېرېدو بدلېږي. د افغانستان پر سیمه‌ییزو بازارونو تکیه دغه هېواد د بیو د بدلون، د لېږد رالېږد د لګښتونو د زیاتوالي، د سوداګریزو لارو د بدلون او د عرضې د محدودېدو پر وړاندې زیان‌منونکې کړې دی.

د طالبانو د ګازو قراردادونه

طالبانو د تېلو او ګازو د قراردادونو په لاسلیکولو ادعا کړې چې په هېواد کې یې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره زمینه برابره کړې ده. له دغو قراردادونو څخه یو هم د فاریاب د توتي‌میدان د تېلو له حوزې سره تړلې چې د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې له یوه ازبکستاني شرکت سره لاسلیک شو. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د اعلان له مخې، دغه لس کلن قرارداد د شاوخوا یو میلیارد ډالرو د اټکل شوې پانګونې په ارزښت دی او ټاکل شوې چې په لومړي پړاو کې یې د پراختیایي فعالیتونو او پانګونې چارې پیل شي.

خو یوازې د پانګونې د اعلان شوې شمېرې یادول دا نه ثابتوي چې ټوله اټکل شوې پانګونه ورکړل شوې یا د اعلان شوې کچې له مخې تولید شوی دی.

د یتیم‌تاق د ګازو په حوزه کې هم د نویو څاګانو د کېندلو او بشپړولو قراردادونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته ورکړل شوي دي. د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۵ کال کې د درېیو ګازي څاګانو د کېندلو قرارداد د شاوخوا اتو میلیونو ډالرو په اعلان شوي ارزښت یوه ترکي شرکت ته منسوب شوی و. دا ډول پروژې د ګازو د تولید له زیاتوالي سره مرسته کولی شي؛ خو د دغو پروژو د بریالیتوبونو ارزونه، د کېندونو د رښتنې لګښتونو، د ورځني تولید د کچې، د ګازو د کیفیت او د عوایدو د ونډې په اړه د معلوماتو خپرولو ته اړتیا لري.

د افغانستان په لوېدیځ کې هم د کشک ـ تیرپل د تېلو د حوزې قرارداد د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي ډیلټا انټرنشنل شرکت (Delta International Energy) ترمنځ اعلان شو. د دې پروژې لومړنۍ پانګونه شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره ښودل شوې ده.

خو د دغو قراردادونو د ارزونې اصلي معیار نه د لاسلیک مراسم دي او نه هم هغه لویې شمېرې چې اعلانېږي؛ بلکې د اعلان شوې پانګونې ترسره کېدل، د سوداګریز تولید پیل، عمومې خزانې ته د عوایدو رسېدل، د ټيکنالوژۍ لېږد او پر کورني بازار د دغو پروژو اغېز دی. د راپورونو له مخې، که نوی تولید یوازې د پراختیايې برمه‌کارۍ په کچه پاتې شي او د ګازو د تصفیې او وېش تاسیسات پراختیا ونه کړي، نو په ژمي کې به د دغو پروژو اغېز د اوبلنو ګازو پر بیه محدود وي. له بلې خوا، د قراردادونو د متن او د قرارداد کوونکو شرکتونو د مالي ژمنو په اړه معلومات هم مهمه موضوع ده چې له خلکو پټه پاتې شوې ده.

د افغانستان ملي شتمني؛ د پرېکړې حق د چا دی؟

د افغانستان د تېلو او ګازو قراردادونه یوازې اقتصادي موضوع نه ده، بلکې له ملي حاکمیت، عامه حقونو او د راتلونکو نسلونو له ګټو سره هم مستقیم تړاو لري. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د هېواد واک په لاس کې اخیستی، خو په کور دننه مشروعیت نه لري. دغه راز، تر اوسه دا رژیم د روسیې پرته د نړیوالې ټولنې بل هېڅ غړي هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. د طبیعي سرچینو په اړه دې حالت د اوږدمهالو پرېکړو د ځواب‌ویلو د کچې او د ډیموکراټیک مشروعیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

د افغانستان طبیعي سرچینې د دغه هېواد د خلکو شتمني ده او د هغو د اوږدمهالې ګټه‌اخیستنې په اړه پرېکړې دې له روڼتیا، خپلواکې څارنې او د عامو ګټو له خوندیتوب سره ملې وي. د ټاکل شویو او خپلواکو بنسټونو نشتوالی او د قراردادونو معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي محدودیت د دې خطر زیاتوي چې له روڼتیا پرته پرېکړې وشي او د کافي څارنې له نشتوالي پرته شرکتونو ته امتیازونه ورکړل شي.

په یوه باوري بهیر کې دې لوی قراردادونه د رڼې سیالۍ، د زېرمو د خپلواکې ارزونې، د شرکتونو د تخنیکي او مالي وړتیا د څېړنې، د چاپېریال د معیارونو او د اختلافونو د هواري د روښانو میکانېزمونو پر بنسټ تنظیم شي. همداراز دې څرګنده وي چې دولت ته د عوایدو یا تولید څومره ونډه رسېږي، مالیه او امتیازي حقونه څنګه محاسبه کېږي او د عامو ګټو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره کوم ضمانتونه شته.

سوړ ژمی؛ د طبیعي سرچینو او عامه هوساینې ترمنځ د واټن بیه

د ژمي په رانږدې کېدو د اوبلنو ګازو د تقاضا زیاتوالی پر بې‌وزلو کورنیو لا ډېر اقتصادي فشار اچوي. د دغه توکي وروستۍ بیه یوازې په کور دننه د تولید له کچې سره اړېکه نه لري، بلکې د وارداتو لګښتونه، د اسعارو نرخ، د لېږد رالېږد لګښتونه، د زېرمه کولو امکانات او په سیمه‌ییز بازار کې د عرضې حالت هم پرې اغېز کوي. خو د زېرمه کولو د کافي وړتیا نشتوالی او پر وارداتو تکیه کولی شي د بازار د بیو د بدلون اغېز پر مصرفوونکو لا پسې زیات کړي. د ډېرو کورنیو لپاره د ګازو د بیو لوړېدل د سون‌توکو د مصرف د کمولو یا د تودوخې لپاره د غیری مناسبو لارو کارولو مانا لري. دا حالت ښيي چې د انرژۍ د سرچینو مدیریت دې یوازې د خامو موادو تر سپړنې او پلور محدود نه وي، بلکې خوندي او ارزانه سون‌توکو ته د خلکو لاسرسې هم په کې شامل وي. د کورني تولید پراختیا، د ګازو د زېرمو د استخراج د تاسیساتو نوي کول، د تصفیې او د ژمنې زېرمو جوړول او د بازار څارنه کولی شي د دغو فشارونو یوه برخه راکمه کړي؛ خو د دې موخو ترلاسی څوکلن پلان، ریښتنې پانګونې او د یوه مشروع او د خلکو د منلو وړ نظام په چوکاټ کې مسلکي مدیریت ته اړتیا لري.

د اوبلنو ګازو د کمښت ترڅنګ، بله مهمه ننګونه د ځمکې لاندې د ګازو د زېرمو او له هغو څخه د خلکو د لاسرسي وړ او ارزانه انرژۍ د چمتو کولو د وړتیا ترمنځ واټن دی. د هېواد په شمال کې د ګازو زېرمې، د یتیم‌تاق او توتي‌میدان پروژې او د افغانستان په لوېدیځ کې نوي قراردادونه کولی شي د اقتصادي پراختیا لپاره زمینه برابره کړي؛ خو په دې شرط چې په یوه قانونمند نظام کې له روڼتیا، رښتنې پانګونې او تخنیکي پلان جوړونې سره مل وي.

د طالبانو رژیم تر اوسه د ګازو د ثابتو زېرمو، د تولید د کچې، د ترسره شوې پانګونې، د قراردادونو د عوایدو او کورني بازار ته د ځانګړې شوې ونډې په اړه د تایید وړ معلومات نه دي خپاره کړي او دغه معلومات یې پټ ساتلې دي. له دې سره سره، پر قراردادونو خپلواکه څارنه او د ملي سرچینو د مدیریت په اړه ځواب‌ویلو ته لاسرسی هم مهم او اړین بلل کېږي؛ دا ځکه چې په ځانګړي ډول ښايي د نن ورځې پرېکړې د لسیزو لپاره د افغانستان پر اقتصاد اغېز وکړي.

د انرژۍ د تګلارې د بریالیتوب معیار د لاسلیک شویو قراردادونو شمېر یا د میلیاردونو ډالرو د پانګونې اعلانونه نه دي، بلکې د دوامدار تولید کچه، پر غیری ضروري وارداتو د تکیې کمول، د کاري فرصتونو رامنځته کول، د زېرمو ساتنه او خلکو ته په مناسبه بیه د انرژۍ برابرول دي. تر هغو چې د ځمکې لاندې شتمني د خلکو په ژوند کې پر څرګند ښه‌والي بدله نه شي، د افغانستان د ګازو د زېرمو او د خلکو د سړو کورونو ترمنځ تناقض به همداسې پر خپل ځای پاتې وي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو په اروزګان کې د یوه پخواني نظامي پر کور چاپه وهلې
خبرونه

طالبانو په اروزګان کې د یوه پخواني نظامي پر کور چاپه وهلې

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792927913]
د محصلانو له ناهیلۍ د کارپوهانو تر خبرداریو؛ ولې ځوانان له لوړو زده‌کړو لاس اخلي؟
راپورونه

د محصلانو له ناهیلۍ د کارپوهانو تر خبرداریو؛ ولې ځوانان له لوړو زده‌کړو لاس اخلي؟

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792926874]
یونیسف: له ازبکستانه افغانستان ته د بشري مرستو لېږد دوام لري
خبرونه

یونیسف: له ازبکستانه افغانستان ته د بشري مرستو لېږد دوام لري

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792925180]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.