۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د ښځینه کارکوونکو پر کار محدودیتونه او د مرستندویه فعالیتونو په چارو کې لاسوهنه په افغانستان کې بشري مرستو ته د خلکو لاسرسی له خنډ سره مخ کوي.
نوموړي بنسټ یکشنبه د لړم پر ۳مه راپور ورکړی چې بشردوستانه مرستندویه شریکانو په سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د لاسرسي پر وړاندې د خنډونو ۳۰ پېښې ثبت کړې دي.
د اوچا په خبره، دا شمېر د اګست میاشتې پرتله ۲۷ سلنه کم شوی، خو دا د دې مانا نه لري چې وضعیت ښه شوی، ځکه ښايي ځینې پېښې نه وي راپور شوې.
د راپور له مخې، له ثبت شوو پېښو ۱۸ یې په بشرپالو فعالیتونو کې د لاسوهنې او څلور نورې یې د چاپېریالي او فزیکي شرایطو له امله رامنځته شوې دي.
اوچا زیاته کړې چې نظامي عملیات، د جګړو دوام، پر بشرپالو کارکوونکو تاوتریخوالی او نیول هم د مرستندویه فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
نوموړی سازمان ویلي چې د افغانستان په څلورو ولسوالیو کې بشردوستانه مرستو ته لاسرسی له سختو محدودیتونو سره مخ دی.
د راپور له مخې، اداري لاسوهنې، د ښځینه مرستندویو کارکوونکو پر فعالیتونو او مرستو ته د ښځینه ترلاسه کوونکو پر لاسرسي محدودیتونه د دغه وضعیت اصلي لاملونه ګڼل شوې دي.





