۸صبح، ارزګان: ځايي سرچینې وايي، طالب جنګیالیو د مخکيني حکومت پر مهال د ارزګان ولایت د امنیه قوماندان جنرال مطیع الله خان پر کور چاپه وهلې او د هغه کور او شاوخوا سیمه یې پلټلې ده.
د سرچینو په وینا، طالب جنګیالي د شنبې پر ماښام په پوځي موټرو کې د دغه پخواني نظامي کور ته ورغلي او د کور بېلابېلې برخې یې پلټلې دي.
د سرچینو په وینا، طالب جنګیالیو د مطیعالله خان له کورنۍ سره له سپکاوي ډک چلند کړی او له هغوی یې غوښتي چې که وسلې ورسره وي، طالبانو ته یې وسپاري.
بلخوا، په اروزګان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د دغې ډلې جنګیالیو په دغه ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال څلور کلاشینکوفونه او ۲۵۰ مرمۍ ترلاسه کړې دي.
په ارزوګان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې دغه مهمات د یوه پخواني پوځي په کور کې ساتل کېدل.
مطیع الله خان د پخواني حکومت پر مهال د اروزګان ولایت د پولیسو په لیکو کې له مخورو څېرو و. نوموړی په ۲۰۱۵ کال کې په کابل کې په مرموز ډول ووژل شو.





