۸صبح، تخار: په تخار کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې ۱۱ کان کیندونکي د کان نړېدو له امله تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
سرچینو پنجشنبه د تلې پر ۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه تېره دوشنبه د چاه اب ولسوالۍ اړوند په «سمتي» کلي کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، دا ۱۱ کان کیندونکي لا نه دي ایستل شوې او د برخلیک په اړه یې معلومات نه شته.
سرچینې وايي چې طالبانو تر اوسه د دغه کسانو د ایستلو لپاره اړین ګام نه دی پورته کړی.
دغه راز، تر اوسه د کان نړېدو د لامل او د کان کیندونکو د وضعیت په اړه نور معلومات نه شته.
له دې مخکې هم د افغانستان په ځينو سیمو کې ورته پېښې شوې دي.





