۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د ازبکستان د ترمذ ښار له لارې افغانستان ته د حیاتي بشري مرستو په لېږد کې مرسته کوي.
دغه سازمان يکشنبه د لړم پر ۳مه، راپور ورکړی چې د ترمذ مرکز افغانستان ته د خوړو، طبي توکو او اړینو درملو د لېږد په دوام کې مهم رول لري.
یونیسف زیاته کړې چې میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او د دغو توکو پر وخت لېږد د ماشومانو او کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خورا ارزښت لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ټینګار کړی چې دغه مرکز په افغانستان کې اړمنو ماشومانو او کورنیو ته د ژوند ژغورونکو مرستو د لېږد په بهیر کې مهم رول لوبوي.
دا مرستې په داسې حال کې لېږدول کېږي چې یونیسف تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي چې له دې ډلې شاوخوا یو میلیون ماشومان پر شدیدې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ اخته دي.





