د ملګرو ملتونو سرمنشي په یمن کې د نښتو له سختېدو اندېښنه ښودلې او د زغم غوښتنه یې کړې ده.
ګوتېرېش پنجشنبه د اکتوبر پر ۲۲مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د سعودي عربستان پر ملکیانو اهدافو د حوثیانو بریدونه «د نه منلو دي»
نوموړي زیاته کړې چې دغو نښتو ملکیان له کړاو سره مخ کړې او سیمهيیزې ترینګلتیاوې پراخوي.
ګوتېرېش ټينګار کړی چې یمن د راتلونکې لپاره یوې سیاسي لار نقشې ته اړتیا لري.





