د اروپا پارلمان اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د «ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه نړیوالې جزایي محکمې او د دغه بنسټ چارواکو ته ورکول کېږي.
اروپايي پارلمان پنجشنبه د اکتوبر پر ۲۲مه راپور ورکړی چې دا جایزه نړیوالو قوانینو او د عدالت په ملاتړ کې د نړیوالې جزایي محکمې د ونډی له امله ورکول کېږي.
د اروپا پارلمان مشرې روبرتا مېتسولا د دې جایزې د ګټونکي د اعلان پر مهال ویلي چې اروپايي ټولنه د څو اړخیزې همکارۍ او نړیوالو بنسټونو د درناوي پر اصولو ولاړه ده.
نړیواله جزایي محکمه د نسلوژنې، جنګي جنایتونو او د بشریت پر وړاندی د جنایتونو په څېر د درنو جرمونو څېړنه کوي او د اړتیا په وخت کې پر دغو جرمونو تورن کسان محاکمه کوي.
دا محکمه د مجازاتو له بښنې سره د مبارزې په موخه هڅه کوي چې د دا ډول جرمونو عاملان حساب کتاب ته اړ کړي او د دغو جرمونو د بیا تکرار مخه ونیسي.
اروپايي پارلمان پر نړیوالې جزایي محکمې په ځانګړي ډول د امریکا له لوري د ګواښونو او بندیزونو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.





