۸صبح، کابل: د امریکا، بریټانیا او فرانسې په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۴ غړو هېوادونو له ښځو سره د طالبانو سیستماتیک تبعیض غندلی او له دغې ډلې یې غوښتي چې د ښځو د بشري حقونو له سرغړونو دې لاس واخلي.
دې هېوادونو پنجشنبه د لیندۍ پر ۲۲مه د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې له جوړېدو سره هممهاله، په یو خپاره کړي بیان کې له ښځو سره د طالبانو پر کړنو اندېښنه ښودلې ده.
د دې هېوادونو په ګډ بیان کې چې امریکا متحده ایالات، بريټانیا، سویس، اکوادور، فرانسه، ګیانا، جاپان، مالتا، سوېلي کوریا، سریلانکا، سلوانیا، ډنمارک، یونان او پاناما پهکې شاملېږي، له روغتیايي انسټيټوټونو د نجونو راګرځول زیانمنونکې کړنه بلل شوې ده.
په بیان کې راغلي دي: «هغه وضعیت چې طالبان یې په لټه کې دي، ترڅو چې پر دې لار روان وي، د لاسرسي وړ نه دی.»
د یادونې ده چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې ويناوالو هم په هېواد کې د ښځو روان وضعيت د اندېښنې وړ بللی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دې غونډې ته په غبرګون کې ویلي چې د دغې ډلې د استازي له حضور پرته پرېکړې «عقديي او له واقعیت لرې» دي.





