۸صبح، کابل: یوناما د ډېسمبر ۱۰مې د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو مکلفیتونه ومني.
نوموړي دفتر سهشنبه د لیندۍ پر ۲۰مه په یو خپاره کړي بیان کې ویلي چې د طالبانو مخینه د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض په ګډون د بشري حقونو له پراخو سرغړونو سره مل ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي دي: «د بشري حقونو د خوندیتوب او ساتنې په تړاو اقدامات په دوامداره او ګواښونکې توګه د شاتګ په حال کې دي چې ښځې او نجونې یې دروند بار زغمي.»
اوتنبایوا همداراز څرګنده کړې چې طالبان باید د خلکو د مشروع استازولۍ خپله ادعا د ملګرو ملتونو د قوانینو او بشري حقونو د ارزښتونو پر بنسټ ثابته کړي.
ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ استازې، فیونا فریزر ویلي، که افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو حقونو څخه بې برخې پاتې شي، دا په دې مانا ده چې ملګرو ملتونو په خپل رول کې ماته خوړلې ده.
د يادونې ده چې د بشري حقونو نړيواله ورځ په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د خونديتوب يادونه کوي، خو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان له تېرو درېيو کلونو راهيسې له دې ارزښتونو څخه د پراخو سرغړونو شاهد دى.





