۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي چې له روغتیايي انسټيټوټونو د نجونو راګرځول به د افغانستان ټول نفوس زیانمن کړي.
بېنټ سهشنبه د لیندۍ پر ۲۰مه، په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې میندې او ماشومان له دې مخکې په ناورین حالت کې وو او وروستی فرمان به دا بهیر نور هم ناوړه کړي.
د هغه په وينا، له روغتيايي انسټيټوټونو د نجونو راګرځول به اوږدمهاله ناوړه پايلې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نجونو پرمخ د روغتیايي انسټيټوټونو تړل کېدو پرېکړه د نه منلو وړ بللې ده.
هغوی پر طالبانو غږ کړی چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې له روغتیايي انسټيټوټونو د نجونو راګرځول به میلیونونه ښځې او ماشومان له روغتیايي خدمتونو بې برخې کړي.
طالبانو څو ورځې مخکې د نجونو او ښځو پر وړاندې د روغتیايي انسټيټوټونو دروازې هم وتړلې.





