دا یوازې د یوې دولس کلنې نجلۍ کیسه نه ده. دا د زرګونو افغان نجونو روایت دی؛ هغوی چې لا هم هر سهار په شوق خپل کتابونه د ښوونځي په بکس کې ږدي، خو نه پوهېږي چې تر کومه به اجازه ولري خپلې دغې لارې ته به دوام ورکړي. هغه نجونې چې هیلې یې له عمره لویې دي؛ یوه غواړي ډاکټره شي، بله ښوونکې، یوه انجنیره او بله پیلوټه. خو مخکې له دې چې د خپلې راتلونکې د جوړولو فرصت ومومي، مجبوره دي خپل تر ټولو لومړني حق؛ زدهکړو ته د لاسرسي د له لاسه ورکولو په اړه اندېښمنې وي.
ماشومتوب د خوبونو د لیدلو وخت دی، نه د ښوونځي د دروازو له تړل کېدو وېره. خو د ډېرو افغان نجونو لپاره دا اندېښنه د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده. هغه نجلۍ چې کیسه یې کېږي، همداسې یوه نجلۍ ده. هغه لا هم هره ورځ اسمان ته ګوري. هر وار چې د الوتکې غږ اوري، سترګې یې تر لرې ورپسې وي. هغه غواړي یوه ورځ خپله د یوې الوتکې د کنټرول تر شا کېني او د هغو نجونو په اړه کیسې ولیکي چې خپلو هیلو ته رسېدلې دي.
کله مې چې له هغې سره خبرې کولې، د دې پر ځای چې ځان د یوې دولس کلنې ماشومې مخکې وګورم، داسې مې انګېرله لکه له یو داسې نسل سره خبرې کوم چې د هیلې او اندېښنې ترمنځ لویېږي؛ هغه نسل چې لا یې خپل ارمانونه نه دي بایللي، خو هره ورځ وېره لري چې د پوره کولو فرصت به یې له لاسه ووځي. هغې خپله کیسه د یوه ماشومې په څېر ساده کوله، خو په خبرو کې یې داسې پټ غم پروت و چې هېڅ ماشوم یې باید تجربه نه کړي.
زینب دولس کلنه نجلۍ او د شپږم ټولګي زدهکوونکې ده؛ داسې نجلۍ چې د ښوونځي بکس، څو درسي کتابونه، یوه شنه کتابچه او له خپل عمره ستر ارمانونه لري. کله مې چې په لومړي وار ورسره خبرې کولې، تمه مې لرله چې د نورو ماشومانو په څېر به هغه څه ووايي چې تر ډېره یې ماشومان یادوي؛ ماشومانه لوبې، خپلو همزولو یا هغو ورځنیو څیزونو په اړه چې خوشحالوي یې. خو زینب له هر څه مخکې د اسمان په اړه وغږېده: «هر سهار مخکې له دې چې ښوونځي ته لاړه شم څو شېبې اسمان ته ګورم که کومه طیاره تېره شي او تر هغې ورته ګورم چې سترګې مې کار کوي.» ترې ومې پوښتل چې ولې الوتکې ورته دومره په زړه پورې دي؟ لږه شېبه یې فکر وکړ او په خپل هماغه ارام او ماشومانه غږ یې وویل: «ځکه غواړم یوه ورځ پيلوټه شم.» جمله یې ساده وه، خو په دومره ډاډ يې وویله چې یوه شېبه مې هېره وه چې له یوې دولس کلنۍ نجلۍ سره خبرې کوم.
په سترګو کې یې داسې څه و چې په دې عمر کې لږ لیدل کېږي: باور؛ داسې باور چې لا تر اوسه د لویانو له وېرې نه و زیانمن شوی. خو د زینب ارمان یوازې الوت نه دی. لږ وروسته یې له خپلو کتابونو کتابچه راویسته. د کتابچې شین رنګه پوښ یې تللی و؛ داسې نښه چې ښيي ډېره پرانیستل او تړل شوې ده. هغه یې په احتیاط په لاس کې ونیوله او ویې ویل: «دلته کیسې لیکم.» ومې پوښتل څنګه کیسې؟ موسکې شوه او ځواب یې راکړ: «د هغو نجونو کیسې چې خپلو هیلو ته رسېږي.» راته په زړه پورې وه چې په دې عمر کې یوه نجلۍ هم د الوت هیله ولري او هم د لیکلو. ترې ومې پوښتل ولې يې هم پیلوټي خوښېږي او هم لیکوالي. شېبه غلې شوه او وروسته یې وویل: «پيلوټ خلک اسمان ته بیايي، لیکوال خلک کیسو ته.» ښايي خپله نه پوهېده، خو همدې یوې جملې د هغې د دروني نړۍ یوه لویه برخه راوښوده. زینب داسې نجلۍ ده چې غواړي هم نړۍ وویني او هم په خپل ذهن کې نوې نړۍ جوړه کړي. په دې ټوله موده کې مې چې ورسره خبرې کولې، داسې احساساوه چې راتلونکې ورته یوازې یوه کلمه نه ده؛ بلکې هغه څه ده چې هره ورځ ورته هڅه کوي.
کله به چې د ښوونځي په اړه غږېده، څېره به یې بدلېده. د خپلو کتابونو په اړه به یې په شوق خبرې کولې. د خپلو ښوونکو. د جغرافیې له درسه چې د بېلابېلو هېوادونو په پېژندلو کې ورسره مرسته کوي او د دري ژبې درسي ساعت په اړه یې ویل چې ډېر یې خوښېږي. ویل یې چې کله ښوونکې له زدهکوونکو غواړي چې د کومې موضوع په اړه مقاله یا څه ولیکي، ډېر وخت یې د اسمان په اړه لیکي؛ د هغې ورځې په اړه چې د پیلوټۍ جامې به اغوندي؛ د هغې ورځې په اړه چې د الوتکې تر شا به کېني؛ د هغې شېبې په اړه چې له وريځو څخه به تېرېږي او داسې ځای ته به ځي چې نن یې یوازې په خیال کې لیدلی دی. کله یې چې د دغو ارمانونو په اړه خبرې کولې، په غږ کې یې هېڅ وېره نه وه. خو څومره مو چې خبرو دوام پیدا کاوه، پوه شوم چې د دغو ټولو هیلو ترڅنګ لویه اندېښنه هم ورسره ژوند کوي.
زینب د شپږم ټولګي زدهکوونکې ده. وروستی ټولګی چې په افغانستان کې نجونې اجازه لري چې زدهکړې وکړي. کله مې چې ترې وپوښتل چې راتلونکی کال به څه کوي، په لومړي وار یې موسکا کمرنګه شوه. څو شېبې چوپه شوه. سترګې یې د کړکۍ پر لور واوښتې؛ هماغې کړکۍ ته چې د اسمان یوه برخه ترې ښکارېده. وروسته یې په ارامه وویل: «نه پوهېږم. یوازې پوهېږم چې نه غواړم کتابونه مې څنګ ته کړم.» دا جمله د یوې ماشومې له خولې ووته، خو داسې غم پکې پروت و چې هېڅ ماشوم/ماشومه یې باید تجربه نه کړي. هماغه شېبه پوه شوم چې د زینب کیسه یوازې د هغې نجلۍ کیسه نه ده چې له الوتکو سره مینه لري؛ د هغه ماشومې کیسه ده چې خپلو هیلو ته له رسېدو وړاندې د هڅې د فرصت له لاسه ورکولو ته اندېښمنه ده.
زینب ته ښوونځی یوازې یوه ودانۍ نه ده. ښوونځی هغه ځای دی چې خپله راتلونکې پکې تصوروي؛ هغه ځای چې هر سهار د خپلو کتابونو له بکس سره ورننوځي او داسې احساسوي چې خپلو ارمانونو ته یو ګام نوره هم نږدې شوې ده. ترې ومې پوښتل: «کله چې سهار له کوره وځې او ښوونځي ته روانېږې پر څه فکر کوې؟» وړه موسکا یې وکړه او ویې ویل: «یوازې وېرېږم چې یوه ورځ به ونه شم کړای پر همدې لارې تګ وکړم.» دا جمله یې په ارامه وویله، خو تر شا یې ژوره وېره پرته وه. د ډېرو ماشومانو لپاره ښوونځي ته تګ د ژوند یوه عادي چاره ده. خو د زینب لپاره هره ورځ ښوونځي ته تګ یو فرصت دی. هغه په شوق د خپل ټولګي په اړه غږېده. د هغې څوکۍ په هکله چې تل د کړکۍ ترڅنګ وي. د هغې تختې په اړه چې ښوونکې پکې درس لیکي. د تفریح د زنګ په اړه چې له خپلو خورلڼو سره د راتلونکې په اړه خبرې کوي. ویل یې هره خورلڼه یې ځانته هیلې لري. یوه غواړي ډاکټره شي. بله غواړي ښوونکې شي. بله غواړي انجنیره شي. او کله یې چې خپل وار شي تل ځواب لري: «زه غواړم پیلوټه شم او کتاب هم ولیکم.»
کله مې چې ترې وپوښتل، ایا چا د دې هیلې له امله پرې ملنډې وهلې دي؟ ویې ویل: «ځينې خاندي، خو زه نه خپه کېږم. ځکه غواړم چې پیلوټه شم او که خپله دې پر خپلو هیلو باور ولرې، بیا د نورو خبرې درته مهمې نه دي.» ځواب یې د عمر پرتله ډېر لوی و. هغې زده کړي چې د خپل ارمان د ساتلو لپاره لومړی باید خپله باور پرې ولرې. له کورنۍ مې یې وپوښتل. کله یې چې د پلار په اړه خبرې کولې، څېره یې له ارامه ډکه شوه. ویل یې چې پلار یې د درس ویلو ډېر چانس نه درلود، خو تل یې هغې ته ویلي چې خپل کتابونه پرېنږدي. ویل یې چې کله یې هم په ښو نومره پارچه وړې، پلار یې په ویاړ ورته کتلي او ویلي: «علم غوره دی چې ویې لرې.» کله مې یې چې د مور په هکله وپوښتل، یوه شېبه تمه شوه. وروسته یې وویل: «مور مې ښوونځي ته نه ده تللې خو تل وايي چې ته باید درس ووايي، ښايي ژوند دې زما له ژونده ښه شي.» دا لنډه جمله وه چې تر شا یې د یو نسل د کلونو حسرت پټ و؛ هغو ښځو چې خپله یې د زدهکړو فرصت نه دی موندلی او اوس هیله لري چې لوڼې یې پر داسې لارې لاړې شي چې پر دوی تړلې وې. زینب د هغو شپو کیسه وکړه چې د کور برېښنا به یې نه وه. ویل یې چې کوچنۍ څراغ بلوي او بیا هم درس ویلو ته دوام ورکوي. په خندا یې وویل: «مور مې تل وايي چې سترګې دې خراخېږي خو زه نه غواړم چې له خپلو درسونو شاته پاتې شم.»
کله مې چې ترې وپوښتل ولې له کتابونو سره دومره مینه لري بې له ځنډه یې ځواب راکړ: «ځکه هر کتاب یوه نړۍ ده.» د زینب لپاره کتاب یوازې څو پاڼې نه دي. کتاب د هغې نړۍ پر لور لار ده چې ښايي لا یې د لیدلو فرصت نه وي پیدا کړی. خو کله مو چې خبرې له هیلې ډکې شوې، ناڅاپه یې غږ بدل شو. ارامه یې وویل: «هره شپه مخکې له خوبه جنترۍ ته ګورم.» ومې پوښتل: ولې؟ سر یې ټيټ کړ او ویې ویل: ځکه وېرېږم چې د ښوونځي ورځې ژر ختمې شي. نور څه اړین نه و چې ویې وايي. پوه شوم چې دا وېره له ډېر وخته ورسره ژوند کوي. هغه یوازې د یوه درسي کال پای ته رسېدو ته اندېښمنه نه ده. د ماشومتوب او راتلونکې د یوې برخې له پای ته رسېدو وېرېږي؛ هغه برخه چې لا پکې هر سهار د ښوونځي جامې اغوستلی شي، له خپلو خورلڼو سره کېناستلی شي، د ښوونکې غږ اورېدلی شي او په شنه کتابچه کې خپل ارمانونه لیکلی شي. ترې ومې پوښتل که کومه ورځ ښوونځي ته ونه توانېږي چې لاړه شي، ډېر به څه پسې خپه شې، څو شېبې چوپه شوه. وروسته یې وویل: هر څه پسې. د وضاحت غوښتنه مې وکړه. ویل د ښوونځي زنګ پسې به خپه شي. هغې شېبې پسې چې کله ښوونکې ټولګي ته ننوځي او ټول زدهکوونکې ورته درېږي. هغې څوکۍ پسې چې هره ورځ پرې کېني. هغو خورلڼو پسې چې هره ورځ ورسره ښوونځي ته ځي. ان کورنۍ دندې پسې چې کله کله یې له ترسره کولو ستړې کېږي. وروسته یې په موسکا وویل: یو کس چې کله پوهېږي یو څه له لاسه ورکوي، پوهېږي چې څومره یې خوښېده. د یوې دولس کلنۍ نجلۍ له خولې د دې جملې اورېدل سخت و. ماشوم چې باید د ازموینې، لوبو او لرې راتلونکې فکر وکړي، اوس د ښوونځي له احتمالي لاسه وتلو باندې فکر کوي. ترې ومې پوښتل چې کله د الوتکې غږ اوري، لا هم هماغه پخوانی احساس لري؟ اسمان ته یې وکتل؛ هماغه اسمان ته چې د خبرو له پیله تر پایه یې په خبرو کې و. ویې ویل: هو، اوس هم چې کله الوتکه تېرېږي، ورته ګورم. لږه تمېږي او زیاتوي: اوس یې یوازې یو توپیر کړی. مخکې مې ګومان کاوه چې هغې هیلې ته رسېدل یوازې له درس ویلو او هڅې سره تړلی، خو اوس وېرېږم چې هسې نه د هڅو فرصت هم له لاسه ورکړم. دا ښايي له ټولو جمله وي چې د زینب له خولې مې اورېدلې وي ځکه خبره یوازې د یوې هیلې نه ده. خبره هغې هیلې ته د رسېدو لپاره د هڅې حق دی.
ترې ومې پوښتل: که نور ښوونځی نه وي، له لیکلو به هم لاس واخلي؟ په زغرده یې سر وښوراوه او ویې ویل: نه. که ښوونځی هم نه وي، بیا به هم لیکل وکړم. ومې پوښتل: د څه په اړه یې لیکې؟ ویل یې: د هغو نجونو په هکله چې نه غواړي هیلې یې له یاده ووځي. ښايي خپله نه پوهېده، خو هماغه شېبه مې احساس کړه چې هغې له همدا اوسه لیکوالي پیل کړې. نه پر قلم، بلکې ژوند ته د لید له لارې. هغه په خپله کيسه ژوند کوي؛ د هغې نجلۍ کیسه چې د محدودیتونو ترمنځ هم هڅه کوي اسمان له لاسه ورنه کړي. کله مو چې خبرې پای ته ورسېدې، زینب خپل د ښوونځي بکس واخیست. په ډېرې پاملرنې یې کتابونه منظم کړل، پنسل یې تراش کړ او خپله شنه کتابچه یې بېرته په بکس کې کېښوده. دا ټول کارونه یې لکه تل ترسره کړل؛ ښايي غوښتل یې په همدې ساده کارونو ځان ته یادونه وکړي چې لا هم د ښوونځي زدهکوونکې ده او لا هم داسې راتلونکې لري چې باید جوړه یې کړي.
وروستۍ پوښتنه مې ترې وکړه: ګومان کوې چې خپلو هیلو ته به ورسېږي؟ څو شېبې یې اسمان ته وکتل. موسکۍ شوه او ویې ویل: هیله لرلو باندې خو بندیز نه شته. دا ساده جمله ښايي د زینب د کیسې خلاصه وي. کله چې له درسي ټولګي راووتم، ډېره موده مې پرې فکر کاوه. پر هغې نجلۍ چې لا هم پر الوت فکر کوي. پر هغې نجلۍ چې لا یې کتابونه نه دي څنګ ته کړي. پر هغه نسل چې له ټولو محدودیتونو سره سره خپلې هیلې د ښوونځي په بکس، کوچنیو کتابچو او سترګو کې ژوندۍ ساتي. زینب یوازې یوه دولس کلنه نجلۍ نه ده. هغه د زرګونو هغو نجونو روایت دی چې هر سهار د ښوونځي جامې اغوندي، خپل بکسونه اخلي او ټولګي ته ځي؛ بې له دې چې پوه شي دا لار به تر کومه دوام وکړي. هغه نجونې چې لا هم غواړي ډاکترانې، ښوونکې، انجینرانې، پیلوټې یا لیکوالانې شي. هغه نجونې چې لا هم باوري دي راتلونکی ښايي له ننه توپیر ولري. ښايي یوه ورځ زینب رښتیا پیلوټه شي او له وريځو تېره شي. ښايي د هغې د ژوند لار بل رقم هم جوړه شي. خو یوه خبره روښانه ده: هېڅ محدودیت نه دی توانېدلی هغه اسمان ترې واخلي چې په خپل ذهن کې یې جوړ کړی. ځکه کله کله تر ټولو لرې الوت، مخکې له دې چې په اسمان کې وشي، د انسان له ذهن او زړه پیلېږي. او ښايي د زینب ټوله هیله همدا وي. دا چې لا هم اسمان ته ګوري.





