۸صبح، کابل: د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي رییس احمد صالح سره لیدلي او پر روغتیايي پروژو یې خبرې کړې دي.
باختر خبري اژانس سهشنبه د لړم پر ۱۲مه راپور ورکړی چې په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو پر پروژو په ځانګړې توګه له ملاریا، ایډز او توبرکلوز سره مبارزې باندې خبرې شوې دي.
د راپور له مخې، دواړو په افغانستان کې د دغو پروګرامونو او نورو روغتیايي پروژو پر اغېزمن تطبیق بحث کړی دی.
د یادونې ده چې په هېواد کې ځينې روغتیايي مرکزونه د بودیجې، درملو، تجهیزاتو او متخصص ځواک له کمښت سره مخ دي او فعالیت یې د نړیوالو بنسټونو له ملاتړ سره تړاو لري.





