د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف خبر ورکړی چې د روسیې، امریکا او اوکرایین ترمنځ درې اړخیزې خبرې به د نومبر پر ۱۰مه او ۱۱مه په ابوظبۍ کې وشي.
ټاس خبري اژانس سهشنبه د نومبر پر ۳مه راپور ورکړی چې پسکوف دا څرګندونې یوې خبرې غونډې ته کړې او ویلي یې دي چې روسي پلاوی به په دغو خبرو کې د ګډون لپاره ابوظبۍ ته لاړ شي.
د پسکوف په خبره، د روسیې د ولسمشر مرستیال ولادیمیر مدینسکي به د دغه هېواد د مرکچي پلاوي مشري وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د روسیې پلاوي نږدې ټول غړي به منظم ولادیمیر پوتین له روانو حالاتو خبروي او ترې به لارښوونې اخلي.
پسکوف ویلي چې تر اوسه ابوظبۍ ته له سفر مخکې له پوتین سره د مرکچي پلاوي د غړو د لیدنې یا ټیلیفوني خبرو لپاره کوم مهالوېش نه دی ټاکل شوی.





