یادښت: پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله تېرېږي او په دغو پنځو کالو کې طالبانو سلګونه ښځې اختطاف، نیولې او زنداني کړې دي؛ هغه ښځې چې ډېرې یې د جرم له اثبات پرته او د مبهمو تورونو، یا د کورنیو او ټولنیزو مسایلو له امله زندان ته اچول شوې دي. هغه څه چې د زندان د میلو تر شا پر دغو ښځو تېر شوي او لا تېرېږي، په تېرو پنځو کالو کې د افغان ښځو د ترخو تجربو یوه برخه ده. دا کیسه د کابل په زندانونو کې د لیکوالې د بند پر مهال د د مستقیمو لیدنو او تجربو یوه برخه بیانوي. لیکوالې د بند پر مهال، د هغه څه ترڅنګ چې خپله یې په خپلو سترګو لیدلي او تجربه کړي، د خپلو همبندو ښځو او نجونو د ژوند او برخلیک کیسې یې هم اورېدلې دي. دا لیکنه د زندان د دېوالونو تر شا د ښځو د ژوند شرایطو، له هغوی سره د چلند او پرې د تېرو شویو پېښو د یوې برخې لومړی لاس روایت دی.
د ډېرو افغانانو لپاره چې کلونه له خپل هېواده بهر اوسېدلي، افغانستان ته بېرته ستنېدل لا هم د کورنۍ د لیدو او د تېرو خاطرو د راژوندي کولو له هیلې سره تړلې دي. خو ډېر لږ کسان د «سارا» په څېر د هغو ښځو له برخلیک څخه خبر دي؛ د هغې د سفر موخه د خپلې کورنۍ لیدل و، خو د نیول کېدو، تاوتریخوالي، زندان او له انساني کرامت څخه د سرغړونې په بیه ورته تمام شو. د دغې کیسې بنسټيزه پوښتنه دا ده: سارا کوم جرم کړی و چې له خپل ماشوم سره یوځای میاشتې میاشتې د کابل په زندان کې وساتل شوه؟
د سارا په خبره، یوه شپه هغه د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره تللې وه او د امنیت لپاره ورسره د کورنۍ شخصي موټرچلوونکی هم و. د کور پر لور د بېرته ستنېدو پر مهال، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورانو یې موټر درولی او بې له دې چې کوم سند وړاندې کړي، هغوی یې په «اخلاقي فساد» تورن کړل. مامورانو لومړی موټرچلوونکی له موټره راکښته کړ، سخت یې وواهه او ترې ویې غوښتل اعتراف وکړي چې له دې ښځې سره یې نامشروع اړیکه لرله او په موټر کې یې خلاف کړنې کړې دي. وروسته یې سارا هم له موټره راکښته کړه، عبایه (چپن) یې ترې څنګ ته کړه او ترې ویې پوښتل: «ولې دې د حجاب لاندې تنګې جامې اغوستې دي؟»
وروسته دواړه یوې امنیتي حوزې ته ولېږدول شول. د پلټنو پر مهال، سارا څو وارې ټینګار وکړ چې دا کس یې د کورنۍ شخصي موټرچلوونکی دی او د دوی ترمنځ بل هېڅ ډول اړیکه نه شته. هغې له مامورانو وغوښتل چې له مېړه سره یې چې له هېواده بهر ژوند کوي، اړیکه ونیسي څو د خبرو پخلی یې وکړي. طالبانو د دواړو ګرځنده مبایلونه هم وکتل څو د هغوی ترمنځ تبادله شوي پیغامونه ومومي، خو د هغې په خبره، د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره یې هېڅ ډول شواهد ونه موندل. سربېره پر دې، د سارا پاسپورټ او د سفر اسنادو هم ښودله چې هغه په اروپا کې له کلونو ژوند وروسته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره افغانستان ته راغلې ده.
د دغې ښځې په خبره، له ټولو څرګندونو او اسنادو سره سره، مامورانو د قانوني مراحلو د طی کولو پر ځای، په دې ادعا چې د لا ډېرو څېړنو لپاره به ولېږدول شي، هغه یې د طالبانو د یوه مفتي کور ته بوتله. سارا کیسه کوي چې مفتي په پیل کې ورته وویل: «ته زما د خور او مور په څېر یې.» خو لږ وروسته یې پر سر کمپله واچوله او پر هغې یې جنسي تېری وکړ؛ د هغې په خبره، دا پېښه د دغې قضیې تر ټولو ژور او دردناک ټپ دی.
هغه وروسته د کابل ولایت زندان او بیا د پلچرخي زندان ته ولېږدول شوه. په دوسیه کې پرې لګېدلی تور «اخلاقي فساد» بلل شوی و؛ داسې تور چې د سارا په وینا، یوازې له دې امله پرې لګېدلی و چې نوموړې د خپلې کورنۍ له شخصي موټرچلوونکي سره په یوه موټر کې وه، په داسې حال کې چې هېڅ ډول جرمي عمل یې نه و کړی.
سارا د پوښتنو ګروېږنو پر مهال څو وارې مامورانو ته وویل چې مېړه، پلار او ورور یې خبر و چې هغه له دغه موټرچلوونکي سره وه او ان د موټرچلوونکي مېرمن هم هغه او د هغې کورنۍ پېژندله. نوموړې ټینګار کاوه چې دا تګ یې په بشپړ ډول ښکاره و او د دوی ترمنځ هېڅ ډول پټه اړیکه نه وه.
هغې نږدې درې میاشتې په زندان کې تېرې کړې؛ داسې ورځې چې د نوموړې په خبره، له وېرې، سپکاوي او نامعلوم برخلیک سره ملې وې. هر ځل چې یې هیله لرله بېګناهي به یې ثابته شي، له نویو پوښتنو او تکراري تورونو سره مخ کېده. نوموړې ته زندان یوازې له ازادۍ د محرومیت مانا نه لرله، بلکې د امنیت، انساني کرامت او باور د له منځه تللو یوه تجربه هم وه.
په پای کې د بند د مودې له بشپړېدو مخکې ورته د ازادۍ زمینه برابره شوه. خو د دغې ښځې د خبرو له مخې، ازادي یې هم مفته نه وه. هغه وايي، طالبانو د پاتې پنځلسو ورځو د بند ختمولو په بدل کې یې له مېړه د پام وړ پیسې وغوښتې؛ داسې چې کورنۍ یې مجبوره شي وریې کړي، څو نوموړې له زندانه ازاده شي.
سارا له ازادېدو وروسته افغانستان پرېښود او هغه هېواد ته بېرته لاړه چې له کلونو راهیسې پکې اوسېده. خو د نوموړې په خبره، په دغه سفر کې یې یوازې د خپل عمر څو میاشتې له لاسه ورنه کړې؛ بلکې د امنیت احساس، باور او د ذهني ارام یوه برخه یې هم د تل لپاره له لاسه ورکړه.
د سارا کیسه یوازې د یوې ښځې د برخلیک کیسه نه ده؛ بلکې د داسې وضعیت انځور وړاندې کوي چې پکې له خپلې کورنۍ سره د یوه شخصي موټرچلوونکي په ملتیا د یوې ښځې تګ راتګ د هغې د نیول کېدو، د «اخلاقي فساد» تور، له تاوتریخوالي، ناوړه ګټې اخیستنې او زندان سره مخ کېدو لامل کېدای شي. دا کیسه له ښځو سره د طالبانو د چلند، د نیولو د بهیر او د ښځو د بنسټيزو حقونو او انساني کرامت د سرغړونو د مخنیوي لپاره د اغېزمنو میکانیزمونو د نشتوالي په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.





