۸صبح، کابل: سرچینې وايي چې په کابل ښار کې یو ماشوم لادرکه شوی او د څو ورځو په تېرېدو یې لا هم د برخلیک په اړه معلومات نه شته.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا ماشوم «صفا» نومېږي او د کابل ښار د خېرخانې له سیمې لادرکه شوی دی.
د سرچینو په خبره، نن یې شلمه ورځ ده چې د صفا کورنۍ له نوموړي خبره نه ده او تر اوسه یې د موندلو هڅو کوم ځای نه دی نیولی.
سرچینې وايي چې د دغه ماشوم کورنۍ سخته اندېښمنه ده.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ماشومانو د لادرکه کېدو اړوند اندېښنې زیاتې شوې دي.





