۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي چې د پاکستان لپاره د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له نوې استازې سره یې د افغانستان پر بشردوستانه وضعیت خبرې کړې دي.
صادق چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان لپاره د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له نوې ګومارل شوې استازې نوریکو تاکاګي سره یې لیدلي دي.
نوموړي زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر بشردوستانه وضعیت او شته ننګونو بحث کړی دی.
د صادق په خبره، دواړو د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا پر ارزښت هم ټينګار کړی دی.





