اسرائیل له مرګونو بریدونو وروسته اعلان وکړ چې لا هم د امریکا له خوا رامنځته شوي اوربند ته ژمن دی، خو بیا یې هم الوتکو او ټانکونو د پنجشنبې پر سهار د غزې تړانګې ختیځې برخې په نښه کړې دي.
رویټرز پنجشنبه د اکتوبر پر ۳۰مه راپور ورکړی چې فلسطیني شاهدانو ویلي، لږ تر لږه لس هوايي بریدونه په خانیونس او د ټانک بریدونه د غزې ښار په ختیځ کې شوي دي.
اسرائیلي پوځ بیا ادعا کړې چې دا بریدونه «دقیق» او موخه یې د «دښمن بنسټیز جوړښتونه چې د هغوی ځواکونه ګواښي» ویجاړول وو او دا سیمې یې لا هم تر کنټرول لاندې دي.
د راپور له مخې، اسرائیلي پوځ له سېشنبې څخه تر چهارشنبې پورې د خپل یوه سرتېري د وژل کېدو په غبرګون کې د غزې تړانګې مخالفو سیمو باندې بمباري کړې ده.
اسرائیل ویلي چې دا سرتېری د «ژېړې کرښې» په نوم سیمې کې د وسلهوالو کسانو په برید کې وژل شوی، هغه سیمه چې د اوربند له مخې اسرائیلي ځواکونه ترې شاته شوي؛ خو حماس بیا دا ادعا رد کړې ده.
د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دغو هوايي بریدونو کې د وژل شویو ۱۰۴ کسانو له ډلې ۴۶ ماشومان او ۲۰ یې ښځې دي.





