۸صبح، کابل: د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۲۸ افغانونو د ازادېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت سهشنبه د تلې پر ۱۷مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان تېره ورځ د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دا کسان له ۲۰ ورځو تر دوو میاشتو پورې د پاکستان په بندخونو کې بندیان وو.
همداراز د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت نه ده څرګنده کړې چې دا بندیان د پاکستان په کوم ښار کې بندیان وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې کسانو څخه ۱۸ یې کم عمره ځوانان دي.
د یادونې ده چې تېره اوونۍ هم د پاکستان د سند ایالت له بندخونې ۱۵ افغانان ازاد شوي وو.





