۸صبح، کابل: د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ خبر ورکړی چې د دغه هېواد د سند له بندخونو یې ۴۴ افغان بندیان ازاد کړي دي.
نوموړې قونسلګرۍ یکشنبه د وږي پر ۲۴مه په اېکسپاڼه کې ویلي چې دا کسان د قانوني اسنادو د نهلرلو له کبله بندیان شوي وو.
په ازاد شویو بندیانو کې ښځې، ماشومان او ۲۱ کسان د مدرسو زدهکوونکي شامل دي.
د طالبانو قونسلګرۍ ویلي چې دا کسان د تورخم له لارې افغانستان ته دننه شوي دي.
د طالبانو د معلوماتو پر بنسټ، لا هم د پاکستان په سند ایالت کې له ۱۵ تر ۲۰ پورې افغانان بندیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې مخکې هم د پاکستان له بندخونو د یو شمېر افغانانانو د ازادېدو خبر ورکړی و.





