۸صبح، کابل: د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د عراق له بېلابېلو بندخونو لږ تر لږه ۲۵ افغان بندیان ازاد شوي دي.
دغه وزارت شنبه د تلې پر ۲۱مه په اېکسپاڼه کې ویلي چې دا بندیان تېره ورځ د ایران له لارې هېواد ته دننه شوي دي.
د طالبانو په وينا، دا کسان په عراق کې د اسنادو د نه لرلو په تور نيول شوي وو.
د طالبانو د معلوماتو پر بنسټ، دا کسان د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په ګډون یو شمېر نړیوالو بنسټونو ته د مرستې د ترلاسه کېدو په موخه معرفي شوي دي.
له دې مخکې طالبانو د ایران او پاکستان له بندخونو د افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.
تېره میاشت د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ د دغه هېواد د سند له بندخونو د ۴۴ افغان د خوشې کېدو خبر ورکړی و.
د ویلو ده چې پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته زرګونه ځوانان د کار د نشتوالي له کبله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.





