• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

(۳) د تورو میلو تر شا کیسه؛ د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو څه تېرېږي؟

نسیمه شفیق نسیمه شفیق
۲۱ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1786552695]
AI

AI

یادښت: پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله تېرېږي او په دغو پنځو کالو کې طالبانو سلګونه ښځې اختطاف، نیولې او زنداني کړې دي؛ هغه ښځې چې ډېرې یې د جرم له اثبات پرته او د مبهمو تورونو، یا د کورنیو او ټولنیزو مسایلو له امله زندان ته اچول شوې دي. هغه څه چې د زندان د میلو تر شا پر دغو ښځو تېر شوي او لا تېرېږي، په تېرو پنځو کالو کې د افغان ښځو د ترخو تجربو یوه برخه ده. دا کیسه د کابل په زندانونو کې د لیکوالې د بند پر مهال د د مستقیمو لیدنو او تجربو یوه برخه بیانوي. لیکوالې د بند پر مهال، د هغه څه ترڅنګ چې خپله یې په خپلو سترګو لیدلي او تجربه کړي، د خپلو همبندو ښځو او نجونو د ژوند او برخلیک کیسې یې هم اورېدلې دي. دا لیکنه د زندان د دېوالونو تر شا د ښځو د ژوند شرایطو، له هغوی سره د چلند او پرې د تېرو شویو پېښو د یوې برخې لومړی لاس روایت دی.

ډېر رژیمونه د هغوی د لیکل شویو قوانینو له مخې پېژندل کېدای شي؛ خو کله کله دې حقیقت د واکمنو په کورونو کې ولټول شي. دا روایت، چې پر یوې واقعي تجربې ولاړ دی، د طالبانو د یوه جګپوړي چارواکي له کوره پیلېږي؛ له داسې کوره چې پکې د یوې نجلۍ برخلیک د واک، اختیار او د ژوند د واقعیت په اړه بل انځور بربنډوي. هغه څه چې پر عایشه‌ګل تېر شوي، یوازې د یوې کورنۍ کیسه نه ده؛ بلکې داسې روایت دی چې د یوه کور د تړلو دروازو تر شا د شعارونو او واقعیت ترمنځ واټن انځوروي.

په زندان کې له یوې نجلۍ سره اشنا شوم چې ځان یې «عایشه‌ګل» ګاڼه. هغې ارامې خبرې کولې، خو د هرې جملې تر شا یې کلونو کړاو او چوپتیا پرته وه. پلار یې د طالبانو له مشهورو کسانو و؛ هغه چې په عام محضر کې یې د شریعت او اسلامي ارزښتونو خبرې کولې، خو په کور کې بیا بل ډول کیسه روانه وه.

عایشه‌ګل ویل: «پنځلس کلنه لا نه وم چې له عمران سره مې مینه پیدا شوه او د واده پرېکړه مو کړې وه. د هغه کورنۍ هم زموږ کور ته د ریبارۍ لپاره راغله، خو پلار مې یوازې یوه خبره وکړه: زه خپله لور پاړسیبان ته نه ورکوم.» هماغې یوې جملې د هغې برخلیک بدل کړ. موده پس یې پلار بې له دې چې د هغې خوښې ته وګوري، پرېکړه وکړه چې هغه عمرخوړلي کس ته واده کړي.

خو عایشه‌ګل تسلیمه نه شوه. پلار ته یې وویل: «جبري واده له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دی. زه هغه څوک د مېړه په توګه نه منم چې خوښ مې نه وي.» همدا مخالفت د پلار په کور کې د نوموړې د دوو کلونو د بند پیل و؛ دوه کاله چې نه یې د باندې د وتلو اجازه لرله او نه یې ان دا اجازه لرله چې له کړکۍ بهر وګوري.

هغې ویل چې په دغو دوو کالو کې د خپلې پرېکړې د بدلولو لپاره څو وارې له زور او تاوتریخوالي سره مخ شوې ده. پلار یې وهله ټکوله، څو له خپلې پرېکړې تېرې شي، خو د عایشه‌ګل ځواب به هر وار هماغه و: «نه.» مور یې هم له دې کبله چې ګواکې لوږه به یې مقاومت مات کړي، نوموړې ته یې له خوړو ورکولو ډډه کوله؛ خو دې هڅې هم کوم ځای ونه نیوه.

یوه ورځ یې مور له بل ګواښ سره ورغله او ورته یې وویل: «که له دې مینې لاس په سر نه شې، اوږده وېښتان به دې قیچي کړم.» عایشه‌ګل یوه شېبه چوپه شوه، بیا یې خپله قیچي راواخیسته، خپل وېښتان یې پرې کړل، مور ته یې ورکړل او ویې ویل: «که یوازې مې وېښتان غواړې، واخله؛ خو د ژوند اختیار مې مه راڅخه اخلئ.»

له تېښتې وروسته، عایشه‌ګل او عمران د خپل ژوند د ژغورلو لپاره پناه وغوښته او نوی ژوند یې پیل کړ؛ خو دغه ارام ډېره دوام ونه کړ. طالب ځواکونو هغوی ونیول او عایشه‌ګل د کابل ولایت زندان ته ولېږدول شوه.

زه همالته له عایشه‌ګل سره اشنا شوم. هغه شاوخوا شپږ میاشتې د کابل ولایت په زندان کې ساتل کېده؛ هغه چې هماغو لومړیو ورځو راته د پوښتنې وړ وه. تر ډېره د ښځینه بندیانو دوسیې له لنډې مودې وروسته د قضايي پړاوونو د بشپړېدو لپاره پلچرخي زندان ته لېږدول کېږي، خو د عایشه‌ګل په اړه داسې ونه شول. وروسته پوه شوم چې پلار یې د طالبانو په رژیم کې د خپل نفوذ او موقف له امله امر کړی و، چې لور دې یې یوازې د کابل ولایت په زندان کې وساتل شي. د زندان د مسوولینو چلند هم د هغه د نفوذ څرګندونه کوله؛ ډېرو یې د عایشه‌ګل پلار پېژانده او د هغې له دوسیې سره یې په احتیاط چلند کاوه.

په دغو ټولو شپږو میاشتو کې هغې هېڅ ملاقاتي نه درلود؛ یوازې یو ځل یې تره لیدو ته ورغلی و. نوموړي سملاسي وویل: «موږ عمران وواژه؛ ته اوس کونډه یې. دا کیسه ختمه کړه او د پلار کور ته لاړه شه.»

هغو څو جملو عایشه‌ګل ماته کړه. وروسته، له سختې رواني او روحي ستونزې سره مخ شوه؛ څو وارې بې‌هوښه کېده او واک یې له لاسه ورکاوه. یوه شپه یې د نورو بندیانو په مخکې د ځان وژنې هڅه وکړه، خو وژغورل شوه. هغه تاوتریخوالی چې له کوره پیل شوی و، په زندان کې یې هم د هغې روان نه پرېښود.

پلچرخي زندان ته له لېږدولو سره، هغه هیله چې میاشتې د عایشه‌ګل په زړه کې مړه شوې وه، بېرته راژوندۍ شوه. هلته هغه پوه شوه چې باور پرې سخت و؛ عمران ژوندی و او په هماغه زندان کې ساتل کېده. عایشه‌ګل ته ویل شوي و چې عمران وژل شوی او عمران ته ویل شوي و چې عایشه نوره ژوندۍ نه ده. وروسته څرګنده شوه چې پلچرخي زندان ته د عایشه‌ګل له لېږلو مخنیوی هم د همدې لپاره و، څو دواړه له یو بله خبر نه وي.

وروسته د عمران کورنۍ او د عایشه‌ګل پلار هم په موضوع کې ښکېل شول. د عایشه‌ګل پلار د خپلې رضا لپاره شرط کېښود چې عمران باید دوه نجونې «بد» ورکړي او شل لکه افغانۍ هم پرې کړي. خو عمران دا غوښتنه ونه منله او ویې ویل: «عایشه زما شرعي مېرمن ده او زه داسې غوښتنې ته چې له شریعت سره په ټکر کې وي، غاړه نه ږدم.»

په پای کې په پلچرخي کې له شپږ میاشتني بند وروسته محکمې د دواړو د خوشې کېدو حکم صادر کړ. نه د «بد» درک ولګېد او نه د هغو پیسو چې غوښتنه یې شوې وه، څه پاتې شول. یوازې هغه کیسه پاتې شو چې یوه نجلۍ د جبر پر وړاندې ودرېده او پلار یې ان د خپل واک او نفوذ په تکیه هم ونه شو کړای د خپلې لور اراده ماته کړي.

عایشه‌ګل ازاده شوه؛ خو دا روایت هېڅکله یوازې د یوه کس د ازادۍ په اړه نه و. دا د هغه کور انځور و چې ان په هغه کې د طالبانو د رژیم د یوه جګپوړي چارواکي لور هم د خپل خاوند د ټاکلو حق نه درلود. که واک په خپل کور کې له خپلې لور سره دومره رحم نه کوي، نو څه تمه شته چې له هغه کوره بهر عدالت او د ښځو حقونه مانا ولري؟ دا هغه پوښتنه ده چې ځواب یې باید په ویناوو کې نه، بلکې د زرګونو افغان نجونو په ژوند کې ولټول شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

په جوزجان کې یوې ښځې خپل مېړه وژلی

۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790705765]
د مقاومت جبهې ادعا: په کابل کې مو دوه طالبان وژلي
خبرونه

د کابل د قره‌باغ ولسوالۍ له روغتونه یو نوی زېږېدلی ماشوم ورک شوی

۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790704552]
ایران او امریکا هڅه کوي له وروستیو بریدونو وروسته ځانونه د جګړې ګټونکي وښيي
بهرني خبرونه

د ایران سپاه پاسداران ډونالډ ټرمپ «ستر دروغجن» بللی

۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790703973]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.