۸صبح، هرات: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د خوارځواکو ماشومانو د درملنې یو مرکز هره میاشت له ۳۰ ډېرو ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
دغه سازمان پنجشنبه د تلې پر ۳۰مه، ویلي چې دا مرکز د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ او د اروپايي ټولنې په مالي مرسته فعالیت کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په دغه مرکز کې پر شدیدې خوارځواکۍ سربېره، پر نورو ناروغیو د اخته ماشومانو درملنه هم کېږي.
دا مرکز د افغانستان په نهو ولایتونو کې د شدیدې حادې خوارځواکۍ د درملنې يو له ۳۱ مرکزونو دی چې په ۲۰۲۶ کال کې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د تلې پر ۲۳مه خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې حاده خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به تر څلورو میلیونو ډېر ماشومان درملنې ته اړتیا ولري.
دغه راز ، په افغانستان کې د هغو ولایتونو شمېر چې د خوارځواکۍ وضعیت پکې کړکېچن دی، له اوو ۱۰ ته لوړ شوی دی.
اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به دا شمېر ۱۴ ولایتونو ته ورسېږي.





