۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې پرون ۱۴۱ افغانې کورنۍ چې ۶۴۲ کسان کېږي، په جبري ډول افغانستان ته ستنې شوې دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه ویلي ۵۳ کورنۍ چې ۲۸۷ کسان کېږي، د تورخم له لارې راغلې دي.
د نوموړي په خبره، ۱۵ کورنۍ په کندهار کې د سپین بولدک له لارې راستنې شوې دي.
دغه راز، ۱۹ کورنۍ په هرات کې د اسلامکلا او ۵۴ نورې بیا د نیمروز له لارې هېواد ته راغلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري ستنولو لړۍ دوام لري.





