۸صبح، کابل: د نیویارک فدرالي محکمې د یوه لنډمهالي حکم په صادرولو سره، له امریکا د څه باندې ۱۵۰ افغان کډوالو ایستل ځنډولي دي.
اېبيسي نیوز سه شنبه د لړم پر ۱۲مه، راپور ورکړی چې دغه حکم د نیویارک د امریکا د سیمه ییزې محکمې قاضي والري کاپروني صادر کړی دی.
د راپور له مخې، دغه حکم د لړم تر ۱۶مې پورې اعتبار لري.
د امریکا د حکومت وکیلانو هم په محکمه کې تایید کړې چې د روانې اوونۍ تر پایه افغانستان یا پاکستان ته د کډوالو د ایستلو لپاره هېڅ الوتنه نه ده پلان شوې.
تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې څه باندې ۱۵۰ افغان کډوال له امریکا وایستل شي او پاکستان ته ولېږدول شي؛ ځکه امریکا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري.





