۸صبح، کابل: د کاناډا دولت د کډوالو او پناه غوښتنې ادارې (IRCC) اعلان وکړ چې ۳۵۰ تنه نور افغان کډوال یې دغه هېواد ته لېږدولي دي.
د کاناډا دولت د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي چې کاناډا ته د افغانانو د لېږدولو بهیر پر دوام، جمعه د لیندۍ په ۲۵مه ۳۵۰ تنه افغانان کاناډا ته لېږدول شوي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې دا پناه غوښتونکي به د کلګري، اتاوا او تورنتو په ګډون د کاناډا په شلو ښارونو کې ځاي پرځاي شي.
د کاناډا دولت د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې جوته کړې چې د دې بهیر له پیل راهیسې څه د پاسه ۲۶ زره او ۷۳۵ افغان پناه غوښتونکي کاناډا ته لېږدول شوي دي.
کاناډايي چارواکو ویلي چې په دغو لېږدول شویو کډوالو کې هغه کسان دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې له کاناډايي ځواکونو او په دې هېواد پورې اړندو بنسټونو سره کار کړی دی.
له دې مخکې د کاناډا حکومت ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه به لږترلږه ۴۰ زره افغانان دې هېواد ته ولېږدوي او دوی ته به د مېشت کېدو زمینه برابره کړي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره، اروپايي هېوادونو او امریکا ته د زیانمنو افغانانو د لېږد بهیر پيل شو او په تېر یوه کال کې ډېری افغان کډوال د سیمې له هېوادونو په تېره بیا پاکستان او تاجکستان څخه بهرنیو هېوادونو ته لېږدلو شوي دي.