• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

(۴) د تورو میلو تر شا کیسه؛ د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو څه تېرېږي؟

۸صبح ۸صبح
۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791391989]
Gabriela Maj

Gabriela Maj

یادښت: پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله تېرېږي او په دغو پنځو کالو کې طالبانو سلګونه ښځې اختطاف، نیولې او زنداني کړې دي؛ هغه ښځې چې ډېرې یې د جرم له اثبات پرته او د مبهمو تورونو، یا د کورنیو او ټولنیزو مسایلو له امله زندان ته اچول شوې دي. هغه څه چې د زندان د میلو تر شا پر دغو ښځو تېر شوي او لا تېرېږي، په تېرو پنځو کالو کې د افغان ښځو د ترخو تجربو یوه برخه ده. دا کیسه د کابل په زندانونو کې د لیکوالې د بند پر مهال د د مستقیمو لیدنو او تجربو یوه برخه بیانوي. لیکوالې د بند پر مهال، د هغه څه ترڅنګ چې خپله یې په خپلو سترګو لیدلي او تجربه کړي، د خپلو همبندو ښځو او نجونو د ژوند او برخلیک کیسې یې هم اورېدلې دي. دا لیکنه د زندان د دېوالونو تر شا د ښځو د ژوند شرایطو، له هغوی سره د چلند او پرې د تېرو شویو پېښو د یوې برخې لومړی لاس روایت دی.

په مخکیني روایت کې مې د سارا او عایشې په اړه لیکلي و؛ سارا واده شوې ښځه وه چې د «اخلاقي فساد» په تور نیول شوې وه؛ داسې تور چې د هغې په وینا، یوازې له دې امله پرې لګېدلی و چې له خپل شخصي موټرچلوونکي سره په یوه موټر کې وه. دا روایت مهمې پوښتنې راپورته کوي: د طالبانو له نظره اخلاقي فساد څه مانا لري؟ کومې کړنې د دغه عنوان لاندې راځي؟ هغوی چې په دې تور نیول کېږي، تر ډېره له کوم ډول سزا او څومره مودې بند سره مخ کېږي؟ د ستایش روایت، هغه چې هم په همدې تور زندان ته لېږدول شوې وه، ښايي د دغو پوښتنو د ځواب یوه برخه روښانه کړي.

ستایش ۱۶ کلنه نجلۍ وه چې طالبانو نیولې وه. هغې په خپلې کیسې کې ویلي چې پر هغې ورځ د تره له همزولي ‌زوی سره د خپل پلار په اجازه د یوې کورنۍ مېلمستیا لپاره د خاله کور ته روانه وه. د نوموړې په خبره، د لارې په اوږدو کې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو یې موټر درولی دی. ستایش وايي، مامورانو پر هغې او د تره پر ‌زوی درې تورونه ولګول: لومړی، اخلاقي فساد؛ دویم، له کوره «تېښته»؛ په دې ادعا چې تره ‌زوی یې هغه له کوره تښتولې؛ او درېیم، «د نشه‌يي توکو کارول». د هغې په وینا، مامورانو د څو ګولیو په ورښودلو ادعا وکړه چې دا ګولۍ یې په موټر کې موندلې او دواړو نشه‌يي توکي کارولي او وروسته یې دواړه امنیتي حوزې ته ولېږدول.

ستایش وايي، حوزې ته له لېږدولو وروسته یې له هغې او د تره له زویه په دوو جلا خونو کې پوښتنې وکړې. د نوموړې په خبره، په داسې حال کې چې خپله په یوه خونه کې تر پوښتنو لاندې وه، له بلې خونې یې د تره‌ زوی د وهلو ټکولو غږونه اورېدل. هغه وايي، سره له دې چې دواړه تر ۱۸ کلونو کم عمره و، مامورانو یې کورنیو ته له زنګ وهلو پرته پوښتنې او پلټنې روانې وساتلې.

د ستایش په خبره، مامورانو ترې وپوښتل چې ولې د تره له ‌زوی سره له کوره تښتېدلې او په اخلاقي فساد یې لاس پورې کړی؟ هغې په ځواب کې ټینګار کړی چې دا سفر د مور او پلار په خوښه شوی او له مامورانو یې وغوښتل چې د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د دواړو له کورنیو سره اړیکه ونیسي. ستایش همداراز وړاندیز کړی چې د دواړو ګرځنده مبایلونه وګوري، څو څرګنده شي چې ترمنځ یې له کورنۍ خپلولۍ پرته بله هېڅ ډول اړیکه نه شته. طالبانو د مبایلونو له ارزولو او د هېڅ ډول شواهدو له موندلو وروسته هم د هغوی له کورنیو سره اړیکه ونه نیوله او خوشې یې نه کړل. هغه زیاتوي چې د نشه‌يي توکو د کارولو د تور په اړه یې هم له مامورانو غوښتنه وکړه چې وینه یې معاینه کړي، څو دا ادعا څرګنده شي؛ خو بیا هم دواړه کابل ته ولېږدول شول.

د ستایش په خبره، د هغې او د تره ‌زوی کورنۍ یې تر درېیو ورځو د هغوی د ساتلو له ځایه خبرې نه وې او ونه توانېدې چې پیدا یې کړي. د هغې کورنۍ وايي، د دواړو کورنیو غړي حوزې ته لاړل او څرګنده یې کړه چې له تره ‌زوی سره یې له سفره معلومات لري او اجازه یې ورکړې وه، خو طالبانو ورته هېڅ پام ونه کړ. بیا هم، له ستایش سره له لیدنې وروسته هغې ته وویل شول چې تره‌ زوی یې تر فشار او وهلو ټکولو لاندې دی او طالبانو ترې غوښتي چې اعتراف وکړي چې له ستایش سره لېوالتیا لري او غواړي واده ورسره وکړي. د ستایش په خبره، وروسته له هغې هم وغوښتل شول چې دا څرګندونې تایید کړي او د اخلاقي فساد تور ومني. هغه وايي، کورنۍ یې خبرداری ورکړی و چې که دا تور ونه مني، له لا سختو پایلو او نورو تورونو سره به مخ شي.

پوښتنه دا ده چې څنګه د هغې اړیکې نه منل چې د ستایش په خبره، هېڅکله نه وه، د دې لامل کېږي چې د قضیې بهیر یې اوږد او لا سختو پایلو سره مخ شي؟ د ستایش د کورنۍ او یو شمېر هغو ښځو په وینا چې د اخلاقي فساد یا «نامشروع اړیکو» په تور زنداني شوې، په داسې قضیو کې که له دواړو لورو یو یې تور ونه مني، ښايي د قضیې د څېړنې بهیر میاشتې دوام وکړي؛ تر هغې چې دواړه پر ځان لګېدلی تور ومني. د هغوی په خبره، له همدې امله ستایش او تره‌ زوی یې تور ومانه، څو د قضیې بهیر ژر پای ته ورسېږي. د هغوی د خبرو له مخې، دواړه په درېیو میاشتو بند محکوم شول او په پای کې محکمې د نکاح یوه پاڼه صادره کړه او د دواړو له کورنیو یې ژمنه واخیسته چې د نکاح مراسم به یې نیسي.

د ستایش او د هغې د کورنۍ په خبره، له خوشې کېدو وروسته رامنځته شوې پېښې د قضیې پای نه و. هغوی وايي، وروسته له هغه چې د طالبانو محکمې د ستایش او د تره ‌زوی د نکاح په اړه پاڼه صادر کړه، تره ‌زوی یې هماغه پاڼه پر ستایش د فشار راوړلو لپاره کاروله. د ستایش د کورنۍ په وینا، نوموړي ګواښ کاوه چې ستایش دې د مېرمنې په توګه له هغه سره ژوند وکړي، که نه نو د نکاح پاڼې په استناد به پرې شکایت وکړي. د ستایش کورنۍ وايي، هلک له دغو ادعاوو د تېرېدو په بدل کې ترې د پیسو غوښتنه کوله او خبرداری یې ورکاوه چې که غوښتنې یې ونه مني، کولی شي طالبانو ته ورشي او ادعا وکړي چې ستایش د مېړه له کوره تښتېدلې؛ داسې تور چې کولی شوای بیا د هغې نیولو ته لاره برابره کړي. د ستایش د کورنۍ په خبره، په پای کې له پرلپسې هڅو او لګښتونو وروسته بریالي شول چې د هلک له واکه نکاح پاڼه لرې کړي او نور یې د ناوړه کارونې مخه ونیسي.

د ستایش او ځينو هغو ښځو په خبره چې د «اخلاقي فساد» په تور ورسره په زندان کې وې، دا وضعیت یوازې د هغې تر قضیې نه محدودېده. هغوی وايي، په هغو مواردو کې چې طالبانو ادعا کوله د ښځې او نارینه ترمنځ اړیکه شته، خو د اثبات لپاره یې شواهد نه لرل، دواړه لوري یې تر فشار لاندې راوستل، څو تور ومني او په پای کې به یې د هغوی لپاره نکاح پاڼه صادروله. د دغو ښځو په خبره، د داسې پاڼو صادرول به ځينې مهال له خوشې کېدو وروسته پر ښځو د فشار، ګواښ او ناوړه ګټې اخیستنې وسیله ګرځېده.

د ستایش کیسه، د سارا په څېر، یوازې شخصي تجربه نه ده؛ بلکې د «اخلاقي فساد» د تورونو د څېړنې، د قضايي بهیر او د هغو کسانو د برخلیک په اړه پوښتنې راپورته کوي چې په همدغه عنوان نیول کېږي. د دغو پوښتنو ځواب، روڼتیا او لا ډېرو ارزونو ته اړتیا لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د معلولیت لرونکو وګړو امتیازات؛ د طالبانو جنګیالي ۱۰ زره او ملکیان دوه زره افغانۍ ترلاسه کوي
خبرونه

د معلولیت لرونکو وګړو امتیازات؛ د طالبانو جنګیالي ۱۰ زره او ملکیان دوه زره افغانۍ ترلاسه کوي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791392373]
خبرونه

په لغمان کې یوه طالب له لفظي شخړې وروسته یو دوکاندار وواژه

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791389234]
د امید سبز ښارګوټي د استازو نیول؛ طالبان د دغه ښارګوټي د تخلیې په لټه دي
خبرونه

سرچینې: طالبان د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونه په زور تخلیه کوي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791388904]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.