۸صبح، کابل: د کډوالۍ نړیوال سازمان ( IOM) پر ۱۵۴۷ افغان راستنو شویو کسانو په تر سره شوې ارزونه کې موندلې چې ۶۹ سلنه بېکاره دي او د سروې له تر ترسره کېدو وړاندې ۳۰ ورځو کې یې هېڅ دنده نه ده لرلې او ۵۴ سلنه نور نه دي توانېدلي د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
دغه بنسټ سهشنبه د تلې پر ۷مه، په خپل نوي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له نیمایي د ۲۰۲۶ کال د اګسټ تر ۳۱مې پورې له ایران او پاکستانه ۶ میلیونه و ۴۷۳ زره و ۹۷۸ افغانان هېواد ته ته راستانه شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، ۷۷ سلنه راستانه شوي کسان په لنډمهالو سرپناوو کې اوسېدل او ۱۴ سلنه نور له راستنېدو وروسته له خپلو استوګنځایونو ایستل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې ۴۳ سلنه راستانه شوي کسان یا د هغوی د کورنۍ غړي خدماتو ته د لاسرسي لپاره اړین اسناد نه لري.
همدا راز خواړه په ۶۹ سلنې، سرپناه په ۶۷ سلنې او څو موخیزه نغدي مرسته په ۶۴ سلنې سره، د راستنو شویو کسانو تر ټولو مهمې اړتیاوې بلل شوې دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې ۶۲ سلنه راستانه شوي کسان روغتیايي خدمتونو او ۵۳ سلنه نور د څښاک پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نه لري.
بلخوا، ۷۵ سلنه راستنو شویو کسانو ویلي چې د خپل اوسني استوګنځي د پرېښودلو هوډ نه لري.
دا ارزونه د ۲۰۲۶ کال په اګسټ میاشت کې پر ۱۵۴۷ راستنو شویو کسانو چې ۱۲۶۷ کورنۍ او ۲۸۰ انفرادي راستانه شوي کسان پکې شامل دي، ترسره شوې ده.
ځواب ورکوونکي هغه کسان وو چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له لومړۍ د ډسمبر تر ۳۱مې افغانستان ته راستانه شوي وو.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د دې ارزونې موندنې د بیا ادغام پر وړاندې د خنډونو د پېژندلو او راستنېدونکو او کوربه ټولنو ته د بشري مرستو او پراختیايي پروګرامونو د پلانولو لپاره کارول کېږي.





