د رېښتر په کچه ۷.۱ درجې ځواکمنې زلزلې د فلیپين پلازمېنه او ځینې شمالي برخې ولړزولې.
رویټرز راپور ورکړی، چې دغه زلزله چهارشنبه د جولای پر ۲۷ شوې ده.
د فلیپين د کورنیو چارو وزیر بنجامین ابالوس په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې دوه تنه په بنګویه، یو کس په ابرا او ۱ تن د دغه هېواد په یوه بله برخه کې مړ او ۶۰ تنه ټپیان شوي دي.
د امریکا د هواپېژندنې سازمان د معلوماتو له مخې، دغه زلزله د فلیپين دولورس ښار د سویل ختیځ په کابو ۱۱ کیلومترۍ کې ۱۰ کیلومتره په ځمکه کې ژوره شوې ده.