نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د عراق په موصل ښار کې د ترکیې پر قونسلګرۍ چهارشنبه سهار د جولای پر ۲۷ راکټي برید شوی دی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د موصل ښار په شمال ختیځ بعشیقه ښار کې د زلیکان پر مرکز، چې د ترکي پوځیانو ځای دی لږ تر لږه پنځه راکټونه لګېدلی دی.
د عراق په موصل ښار کې د ترکیې پر قونسلګرۍ د دغه راکټي برید له امله د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نشته.
ویل کېږي، چې دغه بریدونه د عراق پر دهوک ښار د ترکیې د تېرې اوونۍ د برید په ځواب کې ترسره شوي دي.
تېره چهارشنبه د عراق په دهوک ښار کې پر یوه توریستي ځای د ترکیې د برید په پایله کې لږ تر لږه ۹ سیلانیان ووژل شول.
دغه برید په عراق کې پراخ غبرګونونو پارولي وو.