یسرا دیارلس کلنه ده؛ هغه نجلۍ چې سهار ښوونځي ته په تګ او شپې یې پر درس ویلو او د انګلیسي ژبې پر زده کولو تېرېږي. د ښوونځي د کتابونو او کتابچو تر منځ بیا تل یو تش ځای ورسره وي؛ د هغه پلار ځای چې له درېیو کالو راهیسې ترې لرې دی.
یسرا ته بیا پلار یوازې هغه څوک نه دی چې له لرې یې غږ د مبایل له لارې اوري یا یې انځور د موبایل پر پرده ګوري. پلار یې د ماشومتوب د ورځو یوه برخه وه؛ هغه چې شتون یې یسرا ته دومره عادي او همېشنی و چې هېڅکله یې ګومان نه کاوه یو وخت به درې بشپړ کاله ترې پرته تېروي.
درې کاله مخکې، کله یې چې پلار د وروستي ځل لپاره ورسره مخه ښه وکړه، یسرا تصور نه کاوه دا مخه ښه به دومره اوږده شي.
هغه وايي: «په وروستی ځل مې چې پلار راسره مخه ښه کوله، ګومان مې کاوه چې دا به هم د هغه د نورو کاري سفرونو په څېر وي. ویل یې چې دوبۍ ته ځم او لس ورځې وروسته بېرته راځم. خو له هغې ورځې درې کاله تېر شول او پلار مې لا هم راڅخه لرې دی.»
ښايي په هغې ورځ یسرا د خپل پلار د تګ په اړه فکر کاوه، خو په بېرته راتګ یې هم ډاډه وه. د هغې لپاره «لس ورځې» لنډه موده وه؛ څو سهاره به تېر شي، څو شپې به پای ته ورسېږي او بېرته به یې پلار کور ته راشي. ښايي تمه یې لرله چې له سفره به ورته کومه ډالۍ راوړي، یا به یوازې دې ته په تمه وه چې یو وار بیا یې په کور کې د قدمونو غږ واوري. خو هغه لس ورځې پر درېیو کالو واوښتې.
د یسرا پلار د پخواني افغان حکومت په یوې دولتي ادارې کې کار کاوه. د حکومت له بدلون وروسته یې د ژوند شرایط بدل شول او پای کې یې افغانستان پرېښود او کاناډا ته لاړ. له هغې ورځې راهیسې، د پلار او لور ترمنځ واټن یوازې د څو زرو کیلومترو واټن نه دی؛ بلکې داسې واټن دی چې هره ورځ یې د یسرا په ژوند کې اغېز څرګندېږي؛ د ښوونځي په ورځو کې، په کورنیو مناسبتونو کې او په هغو شېبو کې چې غواړي له خپل پلار سره یو څه شریک کړي، خو هغه یوازې د ویډیويي اړیکې له لارې ورسره وي.
یسرا لا هم ښوونځي ته ځي. لا هم انګلیسي زده کوي او د راتلونکي لپاره پلانونه لري. لا هم د ډېرو دیارلس کلنو نجونو په څېر له خپلو خورلڼو سره پر زدهکړو، ښوونځي او هغو موضوعاتو خبرې کوي چې ورته مهمې دي. خو بیا هم یوه غیرعادي تمه لري؛ د هغې ورځې تمه چې یو ځل بیا خپل پلار له نږدې وګوري.
هغه وايي چې که د افغانستان سیاسي شرایطو بدلون نه وای کړی، ښايي پلار یې مجبوره نه وای هېواد پرېږدي: «که حکومت نه وای بدل شوی، پلار مې نه ته. پلار مې په خپل هېواد کې پاتې کېده.»
یسرا ته دا جمله یوازې یو تصور نه دی؛ د هغې د تېرو درېیو کالو ارمان دی. د دې ارمان چې کېدای شوای هر څه بل ډول وای؛ پلار په افغانستان کې پاتې شي، کار ته دوام ورکړي او هغه یې هم هره ورځ په کور کې وویني. ښايي د پلار د تګ لپاره هېڅ الوتنه نه وای او د یسرا د خونې او پلار ترمنځ هېڅ واټن نه وای. خو اوس یې پلار په کاناډا کې دی او یسرا په افغانستان.
یسرا له یوې خوا له خپل پلار سره د یوځای کېدو شېبې شماري، بل پلو غواړي چې د کډوالۍ اړوند چارې یې ژر پای ته ورسېږي څو وکړای شي له درېیو کالو وروسته خپل پلار له نږدې وګوري. یوې دیارلس کلنۍ نجلۍ ته درې کاله لږ وخت نه دی. درې کاله یعنې د ماشومتوب لویه برخه؛ یعنې هغه کلونه چې قد کوي، له یوه ټولګي بل ته ځي، نوي څه زده کوي او ورو ورو د ژوند بل پړاو ته پیلوي.
په دغو ټولو کالو کې یې پلار د موبایل له لارې د بدلونونو شاهد پاتې شوی دی.
«زه خوشحالېږم چې پلار ته مې ورشم. ډېر وخت کېږي لیدلی مې نه دی او زړه مې غواړي د کاناډا کارونه ژر خلاص شي څو پلار ته مې ورشم.»
خو د یسرا تګ یوازې پلار ته د ورتګ مانا نه لري. تګ یې د ژوند یوه بله برخه هم اخلي؛ خورلڼې، ټولګیوالې او ښوونځی چې عادت یې ورسره کړی دی.
ښايي همدا یې سخته برخه وي.
هغه تمه لري وکړای شي یو وخت له پلار سره یو ځای شي، خو هممهاله پوهېږي چې هغې خوشحالۍ ته د ورتګ لپاره بیا له ځينو هغو څيزونو چې خوښېږي یې، باید زړه وشکوي؛ خورلڼې چې هره ورځ يې ښوونځي کې ګوري، ټولګیوالې چې خاطرې ورسره لري او کوڅې چې د ماشومتوب کلونه یې پکې تېر کړي.
د یسرا لپاره کاناډا ته تګ یو نوی پیل دی؛ خو دا پیل له یوې مخه ښې سره مله کېږي.
«خپلو خورلڼو او ټولګیوالو پسې به خپه شم. کاش کولی مې شوای پلار ته هم ورشم او خورلڼې هم له لاسه ورنه کړم.»
کاش پلار یې په افغانستان کې تر څنګ وای؛ بې له دې چې مجبوره وي د پلار او خورلڼو ترمنځ یو غوره کړي. کاش پلار یې کولی شوای په خپل هېواد کې کار وکړي او هغه هم په ښوونځي کې د خپلو خورلڼو او ټولګیوالو ترڅنګ درس ووايي. کاش کورنۍ یې مجبوره نه وای د بیا یو ځای کېدو لپاره له کوره، هېواده او تېر څخه ووځي.
یسرا اوس له دوو احساساتو سره مخ ده؛ پلار ته د ورتګ خوشحالي او د هغو څيزونو پرېښودل چې ورته ګران دي.
هغه لا دیارلس کلنه ده؛ داسې عمر چې د تګ او کډوالۍ پر ځای باید د درسونو، ښوونځي، ملګرتیا او هیلو په اړه فکر وکړي. خو د هغې ژوند هم د ډېرو نورو افغان ماشومانو په څېر ژر د کډوالۍ او انتظار له مفاهیمو سره اشنا شوی دی.
له دغو ټولو سربېره هم یسرا راتلونکې ته ګوري. انګلیسي وايي، ښوونځي ته ځي او هغو ورځو ته تیاری نیسي چې ټاکل شوې د پلار ترڅنګ نوی ژوند پیل کړي.
ښايي داسې ورځ راشي چې نور یې پلار د مبایل له شا لاس ونه ښوروي. ښايي داسې ورځ راشي چې درې کاله انتظار پای ته ورسېږي او یسرا وکړای شي هغه له نږدې په غېږ کې ونیسي.
خو د دغه انتظار په دننه کې یوه کوچنۍ هیله هم لري؛ داسې هیله چې ښايي له تګ لویه وي: دا چې هېڅ نجلۍ مجبوره نه وي له پلار سره د اوسېدو لپاره، ښوونځی او خورلڼې پرېږدي؛ او هېڅ پلار مجبوره نه وي د ژوند د دوام لپاره له خپلې دیارلس کلنې لور زرګونه کیلومتره لرې شي.
یسرا ته یې پلار لا هم هماغه مسافر دی چې تمه وه «لس ورځې وروسته» به راوګرځي؛ یوازې درې کاله تېر شوي او لا هغه لس ورځې پای ته نه دي رسېدلې.





