• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

(۸) هغه هېندارې چې لا روښانه دي؛ د هغې ښځې کیسه چې له ښکلا لاس په سر نه شوه

سامعه علمیار سامعه علمیار
۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791131534]
Pexels

Pexels

کله چې د «زیبا» د ښکلا سالون ته ننوځم، لومړی څه چې وینم، هېندارې دي؛ لویې هېندارې چې ټول دېوالونه یې نیولي او د هغو ښځو انځورونه په کې بیا بیا انعکاس کوي او هره یوه یې غواړي څو ساعته ځان ته پام وکړي. ټوله فضا د وېښتانو د سپرې، عطرو، کریمونو او سینګار توکو بوی نېولې. بېلابېل وسایل لکه بورسونه، ږمنځې، د وېښتانو وچوونکي، د مېک‌اپ توکي، د وېښتانو رنګونه او نور په ځانګړي نظم څنګ تر څنګ اېښودل شوي دي.

څو پیغلې نجونې چې پاکې او منظمې جامې یې اغوستې او وېښتان یې جوړ کړي، په کار بوختې دي. یوې د پېرېدونکې وېښتان پر څو برخو وېشلې او په ډېر ځېر یې یو یو تار وچوي؛ بله د وروځو په جوړولو بوخته ده او د لاسونو په نازکو حرکتونو د پېرېدونکې د مخ بڼه بدلوي. بله نجلۍ په ارامه د یوې ښځې پر سترګو خپلې سترګی ښخوي او هر ځل څو ګامه شاته ځی، څو د کار پایله یې په هېنداره کې وګوري.

دلته سینګار یوازې له بورس، پوډر او د شونډو له رنګ سره څو ساده حرکتونه نه دي. هر کار ځانته کړنلاره او اصول لري؛ د پوستکي د رنګ پېژندل، د وېښتانو د رنګ ټاکل، د رنګونو ګډول، د وروځو جوړول، له څېرې سره د سینګار یو رنګي، د وېښتانو جوړول او ان په دې پوهېدل چې د مخ لپاره کوم څه وړ نه دي.

زیبا وايي، کله چې ښکلا په مسلکي ډول ترسره شي، موخه یې دا نه وي چې د یوې ښځې څېره بدله کړي؛ بلکې موخه یې دا وي چې هغه طبیعي ښکلا یې لا ښه څرګنده کړي.

په یو ګوټ کې یوه نجلۍ د یوې پېرېدونکې وېښتان د غوټۍ لپاره چمتو کوي. وېښتان پرڅو برخو ویشي، تاوه وي یې، په سنجاقونو یې ټینګوي او بیا یې په هېنداره کې ګوري. د وېښتانو څو تارونه بهر پرېږدي او بیا یې بېرته منظموي. د یوې ښې غوټۍ لپاره ان یو تار وېښته هم پر سر باندی بې‌ځایه نه پرېږدي.

همدلته پر دې پوهېدای شې چې د هغه څه تر شا چې خلک یې «سینګار» بولي، یو بشپړ مسلک شته؛ داسې چې زده‌کړې، تمرین، سلیقې او کلونو تجربې ته اړتیا لري.

زیبا خپله دغه مسلک په ایران کې زده کړی دی. هغه د سینګار د زده‌کړو لپاره ایران ته لاړه او وروسته بېرته افغانستان ته راستنه شوه؛ نه یوازې د دې لپاره چې یو سالون پرانیزي، بلکې غوښتل یې هغه مسلک چې زده کړی یې و، په خپل هېواد کې یې وکاروي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې، د زیبا سالون له لویو سالونونو یو و. ګڼو ښځو په کې کار کاوه او له همدې لارې یې عاید درلود. هرې یوې ځانګړی مهارت درلود او سالون ته د هرې پېرېدونکې له ننوتلو سره د څو نورو ښځو د ژوند یوه برخه هم خوځېدله.

زیبا وايي، هغه ورځې یوازې د ډېر کار ورځې نه وې؛ په سالون کې بل ډول خوږ ژوند روان و: «د طالبانو له واکمنېدو مخکې مو کار ډېر توپیر درلود. ډېره لوړه انګېزه مو لرله. په سالون کې به محلې سندرې غږېدې. هغه ښځې چې د واده لپاره به راتلې، خپله خوشحالي به یې له همدغه ځایه پیلوله. خلک به لا تالار ته نه و رسېدلي، خو د محفلخوشحالي به یې احساسوله.»

هغه مهال ناوې کولی شوای په ډاډه زړه سالون ته راشي. وېښتان جوړ کړي، سینګار وکړي، جامې واغوندي او په هغه ځانګړي ځای کې چې زیبا د عکس اخیستلو لپاره برابر کړی و، له زوم سره یو ځای عکس واخلي: «زوم له ناوې سره یو ځای راتللی شوای. په سالون کې د عکس اخېستلو لپاره ځانګړې ځای کې به یې عکسونه اخیستل. تګ راتګ ازاد و او هېچا وېره نه لرله.»

خو نن همدا سالون، له هماغو هېندارو او هماغو وسایلو سره، بل ډول چاپېریال لري. زیبا د خپل مېز تر شا ناسته ده. ګرځنده مبایل یې د مېز په یوه خوا کې اېښی او بلې خوا ته د امنیتي کمرو پرده ده. د سالون له بهره څلور خواوې په څو وړو انځورونو کې ښکاري؛ کوڅه، سړک، د ننوتلو دروازه او د ودانۍ شاوخوا سیمه.

زیبا هر څو دقیقې وروسته خپل کار دروي او سکرین ته ګوري. انځورونه یو په بل پسې څېړي؛ ایا څوک تر اندازې زیات نږدې ولاړ دی؟ ایا کوم نابلده موټر له ډېرې مودې راهیسې درېدلی؟ ایا د باندې کوم څه غیرعادي شته؟ کله چې ډاډه شي چې هر څه عادي دي، بېرته سالون ته ستنېږي.

دا هم د هغې د مسلک یوه نوې برخه ګرځېدلې ده؛ د پوستکي د رنګ او د مخ د بڼې د پېژندلو ترڅنګ، اوس باید د سالون بهر چاپېریال هم وپېژني. باید پوه شي چې پېرېدونکې څه وخت راشي، څه وخت ووځي او کوم څه ښايي د نورو خلکو پام ځان ته واړوي.

زیبا وايي، نن ان سالون ته د یوې پېرېدونکې راتګ هم باید له مخکې سنجول شوی وي: «اوس باید تګ راتګ په ډېر احتیاط وشي، څو څوک پرې خبر نه شي. مثلاً ګل‌پوش موټر باید سالون ته نږدې ونه درېږي، ځکه خطر لری.»

مخکې به ګل‌پوښ موټر د واده نښه او د یوه جشن پیل و؛ خو نن همدل موټر کولی شي داسې سترګې د سالون پر لور واړوي چې زیبا یې نه غواړي. سره له دغو ټولو تدابېرو، ښځې لا هم سالون ته راځي.

یوه پېرېدونکې چې وېښتان یې د غوټۍ لپاره چمتو کېږي، په هېنداره کې ځان ته ګوري. سینګار کوونکې د بورس وروستي لمسونه د هغې پر مخ کوي. ښځه موسکۍ کېږي او وايي: «بندېزونه ډېر شوي، خو موږ سر نه ټیټوو. راځو، ځان ته پاملرنه کوو او خپله ښکلا نه هېرو؛ ځکه موږ ښځې یو. ښايي د تېر په څېر په ازاد ډول هر کار ونه شو کړای، خو لږ تر لږه کولی شو څو ساعته یوازې د ځان لپاره ځانګړی کړو.»

خبرې یې ساده دي، خو د همدې جملې تر شا د بدلونونو یوه نړۍ پرته ده. د ډېرو ښځو لپاره خپل ظاهري حالت ته پاملرنه یوازې د ښکلا کار نه دی. کله کله د هېندارې مخې ته د همدې څو ساعتونو لپاره کېناستل، یو فرصت وي چې یو ځل بیا ځان وویني؛ څو د ژوند د ټولو بندېزونو او فشارونو په منځ کې ور په یاد شي چې لا هم خپل ځان لري.

یوه ښځه سالون ته راځي چې خپل وېښتان جوړ کړي، خو ښايي له سالون څخه تر وتلو وروسته یې یوازې وېښتان نه وي جوړ شوي؛ بلکې پر ځان باور، د خوښۍ احساس او څو ساعته ارامتیا یې هم ترلاسه کړې وي.

زیبا وايي، د پېرېدونکو شمېر یې نه دی کم شوی او لا هم ډېرې ښځې د سینګار او ښکلا لپاره سالون ته ورځي. ګڼې ښځې همدلته کار کوي او له دې مسلک څخه عاید ترلاسه کوي. هغه وايي: «که څه هم اوس فضا وېروونکې ده، خو زموږ د پېرېدونکو شمېر نه دی کم شوی. ډېرې ښځې دلته کار کوي. یوازې توپیر دا دی چې مخکې مو ارام لاره، موسیقي وه او په ډاډه زړه مو کار کاوه؛ خو اوس هر کار په احتیاط کوو.»

له دې ټولو سره سره، په سالون کې لا هم د کار غږونه اورېدل کېږي؛ د وېښتانو وچوونکي غږ، د وېښتانو د بورس کولو غږ، د سینګار توکو د بستې د پرانیستل کېدو غږ او کله کله د هغو نجونو لنډې خنداوې چې د څو شېبو لپاره د بهر نړۍ وېروونکی حالت هېروي.

زیبا غواړي چې دا غږونه چوپ نه شي. د هغې لپاره د سینګار مسلک یوازې یوه دنده نه ده. هغې کلونه زده‌کړې کړې دي، څو دې پړاو ته ورسېږي او اوس غواړي خپلې زده‌کړې نورو نجونو ته هم ولېږدوي. هغه وايي: «دا مو مسلک دی. موږ زده‌کړې کړې او روانې یې ساتو. نورو نجونو ته یې هم ور زده کوو، څو دا مسلک له منځه لاړ نه شي.»

هغه پوهېږي، هره نجلۍ چې د سینګار مسلک زده کوي، ښايي یوه ورځ د ځان لپاره کار وکړي؛ خپل سالون پرانیزي، خپلې پېرېدونکې ولري او له هغه مهارته چې په خپلو لاسونو یې زده کړی، عاید ترلاسه کړي. زیبا ته همدا خپلواکي ډېر ارزښت لري. دا نه غواړي، هغه نجونې چې کلونه یې د هغې تر څنګ کار کړی، یوازې یې د وېرې له امله پرېږدي.

د سالون په یو ګوټ کې یوه نجلۍ د غوټۍ وروستي سنجاقونه ټینګوي. د هېندارې مخې ته ناسته ښځه خپل سر لږ اړوي، څو د وېښتانو پایله وګوري. کله چې خپل انځور په هېنداره کې ویني، موسکۍ کېږي. زیبا هم ورته ګوري او خاندي.

د څو ثانیو لپاره له سالونه بهر د امنیتي کامرو خبرې نه وي، نه د شکمنو موټرو او نه هم د وېرې او احتیاط خبرې وي. یوازې یوه ښځه وي، یوه هېنداره او یوه څېره چې د خپل ځان په لیدو خوشحاله شوې وي.

ښايي همدا موسکا د زیبا د کار ټوله فلسفه وي؛ دا چې له ټولو هغو بدلونونو سره سره چې رامنځته شوي، ښځې لا هم غواړي ځان وویني، ځان ته پاملرنه وکړي او خپله ښکلا ژوندۍ وساتي.

نن د زیبا سالون د تېرو کلونو په څېر نور له موسیقۍ او تګ راتګه ډک سالون نه دی؛ خو هېندارې یې لا هم روښانه دي، د نجونو لاسونه یې لا هم په کار بوخت دي او لا هم هغه ښځې سالون ته ورځي چې نه غواړي بندیزونه یې د سینګار او ښه احساس لرلو حق ترې واخلي.

او ښايي د زیبا لپاره همدا بس وي چې هره ورځ د سالون دروازه پرانیزي، امنیتي کمرې وګوري، نجونو ته ووایي: «کار وکړئ او خپلواکې اوسئ» او بیا د خپل مېز تر شا کېني؛ په داسې ځای کې چې د وېرې او ښکلا، احتیاط او هیلې ترمنځ پروت دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

متقي د «مسکو فارمټ» په اتمه ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791123905]
«مولانا؛ د سولې لپاره نړیوال غږ» کنفرانس؛ په امریکا کې د مولانا میراث د درناوي او پراختیا پروګرامونه
راپورونه

«مولانا؛ د سولې لپاره نړیوال غږ» کنفرانس؛ په امریکا کې د مولانا میراث د درناوي او پراختیا پروګرامونه

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791123461]
ملګري ملتونه: په کندوز کې ناچادوه توکي جدي ګواښ دی
ټولنه

ملګري ملتونه: په کندوز کې ناچادوه توکي جدي ګواښ دی

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791118903]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.