۸صبح، هلمند: ځايي سرچینې وايي چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې یوه ۸۰ کلن بوډا له یوې اته کلنې نجلۍ سره نکاح کړې ده.
سرچینو شنبه د وږي پر ۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دغې نجلۍ پلار، هغه د ډېرو پیسو په بدل کې عمرخوړلي کس ته ورکړې ده.
د سرچینو په خبره، په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم د دې پېښې پخلی کړی، خو ویلي دي چې دا نکاح لغوه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کالو کې په افغانستان کې د جبري او کمعمره ودونو کچه ډېره شوې ده.
بېوزلي او اقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي چې ځينې کورنۍ خپلې لوڼې خرڅوي یا یې د ډېرو پیسو په بدل کې واده کوي.
ملګرو ملتونو په وار وار خبرداری ورکړی چې کم عمره ودونه د نجونو ژوند او روغتیا له ګواښ سره مخ کوي.





