تبسم چې کله د پښتو ازموینې په هکله غږېږي، یوه شېبه چوپېږي. لرې یو ټکي ته ګوري؛ داسې لکه په هماغه ټولګي کې چې وي، د میز تر شا ناسته او د ازموینې پاڼې ته ګوري؛ هغه چې تمه وه خپل ځوابونه پکې ولیکي، خو وخت یې ونه موند چې تر پایه یې ډکه کړي.
هغه مهال تبسم په افغانستان کې د لسم ټولګي زدهکوونکې وه. زدهکوونکې د پښتو ازموینې لپاره چمتو وې. پاڼې د میزونو پر سر ایښې وې او ټولې د ځوابونو په لیکلو بوختې وې. هر څه د یوې معمولې ورځې په څېر و؛ هغه چې ټاکل شوې وه له میاشتو درس ویلو وروسته زدهکړي درسونه په کاغذ کې ولیکي. خو د ازموینې په منځ کې تر ښوونځي واک ته د طالبانو د رسېدو خبر ورسېد. دا خبر د څپې په څېر له یوه ټولګي بل ته خپور شو. وېرې د ارام ځای ونیو، شور او زوږ پورته شو او په څو شېبو کې د ښوونځي نظم ګډوډ شو. زدهکوونکې نه پوهېدې چې څه پېښ شوي او وروسته به څه کېږي. ځینې په بیړه له ټولګي ووتلې او نورو هم په اندېښنې ښوونځی پرېښود. د ازموینې نیمګړې پاڼې پر مېزونو پاتې شوې؛ ځینې ځوابونه نیمګړي و او ځینو پوښتنو ته بیا هېچا د ځواب ورکولو فرصت ونه موند.
تبسم د هغې ورځې په څېر داسې وايي: «هغه ورځ چې د پښتو ازموینه مو لرله، حکومت بدل شو او طالبان واک ته ورسېدل. ټولې وېرېدلې و. په ښوونځي کې شور او زوږ جوړ شو او څوک نه پوهېدل چې څه پېښېږي.»
د هغه خبر په رسېدو تبسم ته ازموینې نور خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړ. وېرې د پوښتنو د ځوابونو په اړه د فکر کولو ځای نیولی و. زدهکوونکې له ښوونځي ووتلې، خو هغه ورځ د تبسم لپاره له ښوونځي څخه په وتلو پای ته ونه رسېده. د حکومت بدلون یې د ژوند لوری هم بدل کړ.
څه موده وروسته، د تبسم کورنۍ افغانستان پرېښود او ایران ته کډواله شوه. کډوالۍ له ښوونځي، ټولګیوالو او هغه چاپېریاله لرې کړه چې پکې یې زدهکړې کولې. خو تبسم نه غوښتل چې زدهکړې یې ودرېږي. ایران ته له رسېدو وروسته یې شاوخوا یو کال هڅه وکړه چې ښوونځي ته د شاملېدو لار ومومي. یو کال له زدهکړو لرې پاتې شوه، تر دې چې په پای ک وتوانېده بېرته ټولګي ته ستنه شي.
هغې په ایران کې خپلې زدهکړې له لسم ټولګي پیل کړې؛ له هماغه ټولګي چې په افغانستان کې پکې وه. له یوه کال انتظار وروسته یې بېرته خپل کتابونه پرانیستل، ښوونځي ته لاړه او لسم او یوولسم ټولګي یې ولوست. له ساینسي مضمونونو سره یې مینه لرله او په خپلو درسونو کې یې هڅه کوله. د هڅو پایله یې هم هیله بښونکې وه؛ تر ټولو لوړې نمرې یې واخیستې او د تجربوي علومو څانګې ته بریالۍ شوه.
د تبسم لپاره ښوونځي ته بېرته ستنېدل فرصت و، څو په افغانستان کې د رامنځته شوې وقفې له تېرېدو وروسته یو ځل بیا د راتلونکي په اړه فکر وکړي. یو ځل بیا زدهکوونکې شوې وه؛ درسونه، ازموینې او موخې یې لرلې چې غوښتل یې ورته ورسېږي. خو دا ځل یې پر وړاندې بل خنډ ودرېد.
په ایران کې د استوګنې ستونزو او هغو محدودیتونو چې افغان کډوال ورسره مخ و، د تبسم لپاره د زدهکړو دوام ستونزمن کړ. سره له دې چې دوه کاله یې زدهکړې کړې وې او غوښتل یې خپلې زدهکړې روانې وساتي، نور ونه توانېده ښوونځي ته لاړه شي. هغه یو ځل بیا له زدهکړو پاتې شوه؛ دا ځل نه په افغانستان کې د حکومت د بدلون له امله، بلکې د هغو ستونزو له کبله چې په ایران کې ورسره مخ شوه.
کله چې تبسم د هغو کلونو په اړه خبرې کوي، د خپلو ایراني ټولګیوالو ترڅنګ اخیستل شوي عکسونه راښيي. په عکسونو کې د هغو نجونو ترڅنګ ولاړه ده چې یو وخت یې ورسره په یوه ټولګي کې زدهکړې کولې. د عکسونو ترڅنګ د خپلو خورلڼو پیغامونه هم راښيي؛ هغه چې پکې یې د حال پوښتنه کړې او غوښتل یې پوه شي چې افغانستان ته تر بېرته ستنېدو وروسته یې ژوند څنګه دی.
تبسم د عکسونو او پیغامونو په لیدلو د خپلو ټولیګوالو یادونه کوي. اوس د هغې او د ټولګیوالو ترمنځ واټن یوازې د دوو ټولګیو یا ښوونځیو په څېر نه دی. هغوی په ایران کې پاتې دي او تبسم افغانستان ته راستنه شوې؛ خو لا هم د یوې بلې د حال پوښتنه کوي.
هغه په ایران کې د خپلې تجربې په اړه وايي چې د دغه هېواد خلک ښه دي، خو هغه سختګیري او محدودیتونه چې دولت پر افغان کډوالو لګولي، د هغوی ژوند یې ستونزمن کړی دی. د تبسم لپاره د دغه وضعیت تر ټولو ترخه پایله دا وه چې ونه توانېده خپلې زدهکړې روانې وساتي؛ سره له دې چې له ښوونځي سره یې مینه لرله، هڅه یې کوله او په زدهکړو کې بریالۍ وه.
تبسم اوس په افغانستان کې د ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدو په تمه ده. هغه لا هم په ډاډه زړه نه شي ویلی چې کله به د زدهکړو د دوام فرصت مومي. خو پوهېږي چې نه غواړي له زدهکړو لاس واخلي. له زدهکړو تر دوه وارې پاتې کېدو وروسته هم غواړي بېرته ښوونځي ته ستنه شي.
کله چې تبسم د راتلونکي او د زدهکړو د دوام په اړه غږېږي، کتابونه یې تر څنګ پراته وي؛ هغه چې د هغې د نیمګړو زدهکړو د لارې یوه برخه ده. د ټولګیوالو عکسونه یې هم د هغو ورځو یاد تازه کوي چې بېرته ښوونځي ته ستنه شوې وه او د خپلو خورلڼو تر څنګ یې زدهکړې کولې. اوس هغه ورځې پر خاطرو اوښتې، خو د زدهکړو د دوام هیله یې لا ژوندۍ ده.
د تبسم په ژوند کې د زدهکړو لړۍ دوه وارې پرې شوې: لومړی ځل هغه مهال چې د طالبانو واک ته د رسېدو خبر د پښتو ازموینه نیمګړې پرېښوده او کورنۍ یې مجبوره شوه افغانستان پرېږدي؛ دویم ځل هغه مهال چې په ایران کې له دوو کالو زدهکړو وروسته د استوګنې ستونزو اجازه ورنه کړه چې خپلې زدهکړې روانې وساتي. دواړه وارې یې هڅه وکړه چې بېرته ښوونځي ته ستنه شي.
ښايي له همدې امله وي چې د تبسم د کیسې په پیل کې د پښتو ازموینې نیمګړې پاڼې د یوې نیمګړې ازموینې تر انځور ورهاخوا مانا ولري. هغه ورځ، زدهکوونکو خپل ځوابونه پر مېزونو پرېښودل او له ټولګي ووتلې؛ بې له دې چې پوه شي، کله به وکړای شي بېرته د ښوونځي عادي ورځو ته ستنې شي.
نن هغه د داسې چانس په تمه ده چې بېرته ښوونځي ته ستنه شي؛ داسې چې نیمګړي درسونه بشپړ کړي او د هغې راتلونکې پر لور ګام واخلي چې لا هم ورته هیله لري. د هغې ورځې د ازموینې پاڼه پر مېز پاتې شوه، خو د تبسم ارمان له هغې نیمګړې پاڼې سره نیمګړی پاتې نه شو.





