۸صبح، کابل: د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، د لویې څارنوالۍ د چارسنبالي د معرفۍ په مراسمو کې وویل: افغان حکومت چمتو دی چې سولې ته د رسېدو لپاره د ټاکنو وخت رالنډ او د واک د لېږد لپاره د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې ټاکنې وکړي. نوموړي څرګنده کړه، د اساسي قانون ساتنه او ټاکنې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د افغان دولت د سولې لارې نقشې اساسي اصلونه دي.
ښاغلي دانش وويل، د ارزښتونو ساتنه او د نظام ړنګېدو څخه مخنيوی يو اصل دی او د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره بايد کار وشي.