۸صبح، کندهار: د کندهار امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان له دندې استعفاء وکړه او پر ځای يې د سپین بولدک ولسوالۍ د درېیمي سرحدي لوا د څلورم کنډک قومندان ډګروال محمد شریف سرطیب ټاکل شوی دی.
تورنجنرال تادین خان ته د درېیمي سرحدي لوا د قومندانۍ وړاندیز شوی، خو دغه وړانديز يې نه دی منلی.
ویل کیږي چې تورنجنرال تادین خان درې میاشتې مخکې خپله استعفاء وړاندې کړې وه، خو د کورنيو چارو وزیر مسعود اندرابي يې مخه نیولې وه.
د يوې سرچينې په حواله، نوی امنیه قوماندان به سبا رسماً معرفي شي.