۸صبح، بامیان: بامیان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د طالبانو د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ ته تللی دی.
بامیان کې ځایي سرچینې وایي، چې عبدالحق وثیق دوشنبه د زمري پر ۳ په بلخاب ولسوالۍ کې د بامیان، سرپل او بلخ ولایتو لپاره د طالبانو له والیانو عبدالله سرحدي، عبدالرحمن اکه او قدرت الله ابوحمزه سره ناسته کړې ده.
د سرچینو په وینا، په دې ناسته کې د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو هم ګډون درلود.
یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د طالبانو د استخباراتو عمومي رییس له والیانو سره په یاده ناسته کې د بلخاب امنیتي وضعیت څېړلی دی.
د سرچینې په وینا، طالبانو له دې ناستې مخکې د مولوي مهدي له احتمالي بریده د مخنیوي لپاره د بلخاب په ځینو کلیو کې خپل ځواکونه تجهیز او پیاوړي کړي دي.
د سرپل بلخاب ولسوالۍ ته د طالبانو د استخباراتو د رییس سفر د بلخاب په غرونو کې د طالبانو د ناراضي قوماندان مولوي مهدي له شتون څخه د انځورونو له خپرېدو وروسته ترسره شوی دی.