د امریکا او چین ولسمشرانو د لیدنې په درشل کې پر کوويډ ۱۹ ناروغۍ د امریکا د ولسمشر جو بایډن له اخته کېدو خبر خپور شوی دی. په دې لړ کې، هغه تمه لري، چې له خپل چیني سیال سره وګوري.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ویلي په تمه دی، چې راتلونکې اوونۍ کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وغږېږي.
رویټرز سه شنبه د جولای پر ۲۶ راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر د دوشنبې پر ورځ په یوه مجازي ناسته کې خبریالانو ته ویلي، له دې سره سره چې د کوویډ ۱۹ په سخته دوره کې دی، تمه لري په روانه اوونۍ کې له شي جین پینګ سره خبرې وکړي.
ټاکل شوې د امریکا او چین ولسمشران پر اړینو موضوعګانو لکه پر اوکراین د روسیې یرغل، د تایوان پر سر شخړه او داسې نورو خبرې اترې وکړي.