۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش په کاج ښوونیز مرکز کې د چاودنې په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې طالبان زده کړو ته د لاسرسي لپاره د ټولو افغانانو حقونه باید خوندي کړي.
ګوتریش جمعه شپه د تلې پر نهمه د یوه ټویټ په خپرولو ویلي: «د طالبانو رژیم باید زده کړو ته د ډاډمن او خوندي لاسرسي لپاره ـ د قومیت او جنیست په پام کې له نیولو پرته ـ د ټولو افغانانو له حقونو ساتنه وکړي.»
ګوتریش د کابل په لوېدیځ کې د تېرې ورځې د برید په یادولو ویلي: «تېره ورځ لسګونه نجونې او هلکان کابل ښار کې پر یوه ښوونیز مرکز په ناوړه برید کې ووژل شول.»
د ویلو ده، چې د کابل په لوېدیځ کاج ښوونیز مرکز ځانمرګي برید پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي دي.
دغه چاودنه جمعه د تلې پر اتمه نېټه د سهار په ۷:۳۰ بجو وشوه.
د راپورونو له مخې په پېښه کې تر ۶۰ زیات مړه او ټپيان شوي دي.