د کابل په لوېدیځ «کاج» ښوونیز مرکز برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو تر دې مهاله په پېښه کې د ۱۹ زده کوونکو وژل او د ۲۳ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي. خو سرچینې د دې چاودنې د مرګ ژوبلې کچه له هغه څه ډیره لوړه ښيي چې طالبانو ورکړې ده. دوی وايي چې په پېښه کې ۳۰ زده کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۴۰ زیات کسان ټپیان دي. د سرچینو په وینا، د دې ځانمرګي برید ډېری قربانیانې نجونې دي. د پېښې اړوند خپرې شوې ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د دې پېښې وحشت په ډاګه کوي.
پر کاج ښوونیزو مرکز برید د تلې په ۸ د جمعې سهار شاوخوا ۷ بجې ترسره شوی دی. دا برید هغه مهال وشو چې زده کوونکي په یوه ازمایښتي کانکور کې د ګډون لپاره په یاد مرکز سره راغونډ شوي وو. د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ، پر خپله ټویټر لیکلي، چې لومړني معلومات ښيي په دې پېښه کې ۱۹ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. خو سرچینې بیا تلفات تر اعلان شوي شمیر لوړ بولي. د پېښې په ځای کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په دې پېښه کې ځاني تلفات ۱۰۰ کسانو ته رسېږي چې زیاتره یې نجونې دي. دې سرچینې زیاته کړه چې یوازې ۵۷ مړي او ټپیان یې محمد علي جناح او وطن روغتونونو چې د پېښې له ځای سره نږدې دي لېږدولي دي.
د پېښې یو عیني شاهد چې ویډیو یې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، وايي: «د پېښې شاهد وم. ۱۵: ۶ بجې ازموینه پیل کېده. پارچې وویشل شوې. تقریبا د ازموینې نیمايي ته رسېدلي وو، چې ډزې وشوې. لومړی یې د دورازې ساتونکي ووژل، وروسته کورس ته راننوتل، دا ټولګی کابو د ۷۰۰ کسان لپاره و. خو ازموینه وه او زده کوونکي لږ په فاصله سره کینول شوي وو، تقریبا ۴۰۰ کسان په ټولګي کې ناست وو. ټولګي درې دروازې لرلې، دوې یې د هلکانو او یوه یې د نجونو لپاره وه. کله چې د ډزو غږونه راغلل، د نجونو او هلکانو ګڼه ګوڼه شوه او ټول ووېرېدل. [بریدګر] راغی د نجونو په منځ کې یې ځان ته چاودنه ورکړه.»
د کاج ښوونیز مرکز زده کوونکې او د صحنې شاهدې مریم شفايي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل ۳۰: ۶ بجې یې له خپلو ټولګیوالو سره د کانکور ازمایښتي ازموینه درلوده. دا زده کوونکې زیاتوي: «۳۰: ۶ مو ازمایښتي ازموینه درلوده. ما د نورو ورځو پرخلاف ناوخته حرکت وکړ. وحیدې راته زنګ وواهه او راته ویې ویل ژر کوه، د ازموینې پاڼه مې درته اخیستې او ځای مې درته نیولی. څو دقیقې وروسته راته نازنین زنګ وواهه. ویې ویل څه شوې… ورته ومې ویل در روانه یم. له کورس سره نږدې وم چې ډزې وشوې. یو ډز، دوه ډزې، درې ډزه، لس ډزونه وشول. زما په مخکې روانې نجونې بېرته راوګرځېدې، خو ما د کورس په لور منډې کړل. دروازې ته نږدې وم چې په کورس کې چاودنه وشوه. بېرته شا ته وګرځېدم، ګورم چې هلکان د دیوال له سره ځانونه ښکته راغورځوي. نجونو هم ځانونه را وغورځول. ټول په وینو لړلي و. څومره مې چې نارنین او وحیدې ته انتظار وایست، هغوی رانهغلې. ورغلم لار نه وه، هر څه ویجاړ شوي و. مخکې ورغلم، ګورم چې وحیده ټوټه ټوټه په خښتو پرته ده. د ټولګي هېڅ نه وو پاتې. بد بوی و. وحیده ولاړه، نازنین لاړه، شبنم لاړه، نرګس لاړه، بنین ولاړه او انیسه ولاړه.»
د پېښې دا عیني شاهده زیاتوي: «پوهیږئ، وحیده که نه وای مړه شوې، سږ کال به د کانکور اول نمره وه. موږ تیره جمعه هم یو له بل سره ژمنه وکړه چې له هر چا به زیاته خواري باسو. خو دا جمعه…»
دغه راز طیبه مهتر خېل چې له چاودنې وروسته یې ځان د پېښې ځای ته رسولی، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «۴۴: ۷ بجې وې چې فیسبوک مې راخلاص کړ.
ومې لیدل چې په کاج کې چاودنه شوې. ژر مې مریم ته زنګ وواهه چې څه نه وي پرې شوي. هغې وویل ښه یم، ویې ژړل او تلیفون یې بند کړ.» اغلې مهترخېل زیاتوي:«کله چې د دشت برچي د نقاش په تمځاي کې د کورس په لور لاړم، په کوڅه کې د قربانیانو تر کورنیو زیات طالبان ولاړ وو. هېچا ته یې اجازه نه ورکوله چې کورس ته ننوځي. د شا کوڅې له لارې مې ځان ورورساوه. په هماغه کوڅه کې یو جومات و، ومې لیدل چې د جومات په انګړ کې ۱۵جنازې ایښې دي. د کورس بنر یې پر نجونو ور غوړولی و. هر څوک راتلل او مړي یې کتل. همالته مې ولیدل چې د یوه ماشوم مړی یې د جومات سړخونې ته یووړ.»
طیبه مهتر خېل وايي: «چاودنه په A ټولګي کې چې زیات زده کوونکي یې درلودل، شوې. دا چې ازمایښتي ازموینه وه او زده کوونکي په لږ واټن سره کینول شوي و، نو شاوخوا ۳۰۰ نه تر ۴۰۰ زده کوونکو پورې و.» د صحنې دا شاهده زیاتوي چې طالبانو هېچا ته اجازه نه ورکوله چې ویډیو یا انځور واخلي.
هغه وايي: «کله مې چې غوښتل ویډیو واخلم، له طالبانو ډک موټر راغی. یو یې له موټره راښکته شو او پښتو یې وویل چې په کورس او کوڅه کې څوک مه پرېږدئ، دا ټول خبریالان دي. هر چا چې فلم او ویډیو کوله، موبایل یې ترې واخلئ.»
طیبه چې نه شي کولای د طالبانو له ویرې د پېښې له ځایه ویډیو واخلي، د مړیو پېژندلو له پاره وطن روغتون ځي. هغه وايي: «روغتون ته دننه ورغلم، د روغتون تلخونه مړیو ته ځانګړې شوې وه. نور پوړونه له ټپیانو ډک وو. کله چې تلخونې ته ولاړم، پر مړو سپین ټوکر غوړیدلی و. څلور یا پنځه شهیدان و. د روغتون کاشیان په وینو لړلي و. د ټپیانو سرونه مات شوي وو. د بدن غړي یې ټوټه ټوټه شوي او نورو روغتونونو ته لېږدول کېدل.» هغه وايي چې د چاودنې په لومړیو ۱۵ دقیقو کې یې ۲۳ مړي شمارلي دي؛ خو د طالبانو هڅه دا وه چې رسنیز نه شي. د هغې په وینا، د دې ډلې جنګیالیو د قربانیانو له کورنیو سره ډیر «ناوړه چلند» کاوه.
هغه ویډی چې د کابل لویدیځ په یوه روغتون کې اخیستل شوې او په خواله رسنیو کې خپره شوې، د شپږو کسانو مړي ښيي چې د روغتون په دهلیز کې اېښودل شوي او په یوه سپین ټوکر پوښل شوي دي او ټپیان د نرسانو او خپلوانو له لوري د درملنې لپاره لېږدول کېږي. په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې یوه میرمن په ژړا کې د هغه سړي سر ته دریږي چې د روغتون په ګرځنده بستر پروت او لېږدول کېږي. دا میرمن د هغه سړي په وینو لړلی بدن په غیږ کې نیسي او په چغو چغو ژاړي.
یوه بله ویډیو چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې درې تنه د یوې نجلۍ مړی په هغه بنر کې چې ظاهراً د مرکز اړوند دی، لېږدوي. دغه راز یو شمیر سړي د نجونو په وینو لړلي جسدونه د نړېدلو خښتو او وسایلو څخه راباسي. د دې مرکز په یوه څنډه کې لیدل کېږي چې یو زیات شمیر جسدونه پراته دي.
په دې بریده کې د ښوونیز مرکز یو ساتونکی هم وژل شوی دی. د دې ساتونکي یوه خپلوان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې راشي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، هغه د خپلې څو کسیزې کورنۍ یوازینی ګټیالی و. هغه زیاتوي:«په لاره کې یم، ترڅو چې هغه خاورو ته وسپارو. دا وطن موږ ته دوزخ ګرځیدلی دی.»
خو د دې سیمې اوسېدونکي او د پېښې قربانیانو کورنۍ شکایت کوي چې طالب جنګیالیو له دوی سره ناوړه چلند کاوه. هغه ویډیوګانې چې د پېښې له ځای څخه اخیستل شوې، ښيي چې طالبان د قربانیانو کورنیو ته اجازه نه ورکوي چې د پېښې ځای او روغتون ته ننوځي، څو خپل مړي ولېږدوي. په یوه بله ویډیو کې لیدل کېږي چې د کاج ښوونیز مرکز د پېښې د قربانیانو یو خپلوان په چیغو چیغو د طالبانو له چلند څخه شکایت کوي.
هغه وايي:«د خپل ټپي د لیدو لپاره روغتون ته ورغلی وم، ووهل شوم، وګواښل شوم، د ټوپک میل مې په سینه راونیو او راته ویې ویل ځه.» هغه د مرکه کوونکي په ځواب کې وايي:«زما ورور شهید شوی، نوم یې جاهد دی.»
له بل لوري، داسې خبرونه هم خپاره شوي چې طالبانو څو تنه هغه خبریالان چې د پېښې په اړه پر خبر جوړولو بوخت وو، نیولي دي. یوه معترضه میرمن ژولیا پارسي چې د علي جناح روغتون ته ورغلې وه، وايي چې طالبانو خبریالان تر وهلو ټکولو وروسته نیولي دي.
د کاج ښوونیز مرکز د برید په اړه غبرګونه
پر کاج ښوونیز مرکز برید په پراخه کچه غبرګونونه پارولي دي. د سیاست مدارانو د خواخوږۍ او غندنې پر پیغامونو سربېره، هېوادوالو هم د دې پېښې په اړه غبرګون ښودلی دی. د خواله رسنیو چلوونکي د طالبانو دا ادعا چې «امینت ټینګ دی» ناسمه او دا ډله د داسې بریدونو اصلي «بنسټګره» بولي.
د خواله رسنیو یوه چلوونکي لیکلي دي: «هغه کسان چې د طالبانو ملاتړ کوي، دروغجنه خواخوږي دې نه لیکي؛ دوی په همدې وژنو کې شریک دي.» ځینو نورو بیا لیکلي دي: «د موعد کورس ناورین بیا تکرار شو.» د دوی په وینا، «کاج» هماغه «موعود» ښوونیز مرکز دی چې د ۱۳۹۷ کال د زمري په ۲۵ پرې برید وشو او له امله یې ۵۰ زده کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د خواله رسنیو د دې کارونکو په وینا، کومې شمیرې چې د سرچینو له قوله وړاندې شوې، ښيي چې په دې پیښه کې له ۶۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
طالب چارواکو څو څو ځلې ویلي دي چې د دوی له راتګ ورسته په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی او د داعش په ګډون د هېڅ ترهګرې ډلې له لوري کوم ګواښ نه دی موجود. د طالب چارواکو له لوري «د سراسري امنیت» ټینګښت روایت، یوازې یو تبلیغ دی؛ د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر ښوونځیو او جوماتونو بریدونه او چاودنې، دا روایت له خنډ سره مخ کوي.
د کابل په لوېدیځ کې پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو مخینه
د کابل ښار په لویدیځ کې پر فرهنګي، ورزشي، ښوونیزو مرکزونو او جوماتونو په تیرو دوولسېزو کې په پرله پسې ډول خونړي بریدونه شوي دي. له دې وړاندې د موعود پر ښوونیز مرکز برید کې ۴۸ کسان مړه او ۶۷ نور ټپیان شول. دا پېښه څلور کاله وړاندې رامنځته شوه او ټول قربانیان یې زده کوونکي وو.
د ۱۳۹۹ کال د لړم پر درېیمه کوثر دانش ښوونیز مرکز په ځانمرګي برید کې په نښه شو. د رسمي شمیرو له مخې په دې ځانمرګي برید کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول. ددې ټولو بریدونو پړه داعش ډلې ومنله.
سږ کال د کابل په لوېدیځ کې پر ښوونیزو مرکزونو لومړی برید د وري په ۳۰ د سه شنبې په ورځ وشو. په دې پېښه کې د دښت برچي د کلانو په سیمه کې د «ممتاز» په نوم ښوونیز مرکز کې ځای پر ځای شوی ماین، هغه مهال وچاودید چې زده کوونکي له مرکز څخه د تلو په حال کې وو. له هغه څو ساعته وروسته، په عبدالرحیم شهید لیسه کې پرله پسې چاودنې وشوې. عبدالرحیم شهید په دښت برچي کې ستر دولتي ښوونځی دی. په دې ښوونځي کې چاودنې هغه مهال رامنځته شوې چې زده کوونکي له ښوونځي څخه د وتلو په حال کې و. ویل کېدل چې په دې چاودنو کې ۱۲۶کسان مړه او ۷۲نور ټپیان شول.
دغه راز د ۱۴۰۰ کال د غويي پر ۱۸ د کابل په لوېدیځ کې د سیدالشهدا د ښوونځیو پر وړاندې دوې غبرګې چاودنې ترسره شوې چې په هغو کې له ۱۰۰ زیاتو نجونو زده کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۲۰۰ یې ټپیانې شوې.
د یادونې وړ ده چې په دې راپور کې شمیرې د رسمي بنسټونو او د خلکو له لورې وړاندې شوې شمیرې دي او کېدای شي اصلي شمیرې او هغه شمیرې چې نه دي ثبت شوې، له دې زیاتې وي. داسې هم پېښ شوي دي چې د پېښې ټپیان مودې وروسته مړه شوي وي او په دې ډول د تلفاتو په شمیر کې بدلون راغلی وي.
تر دې مهال د کاج پر ښوونیز مرکز د خونړي برید مسوول نه کوم کس او نه هم کومې ډلې منلی دی؛ خو له دې وړاندې دداسې پېښو پړه داعش منلې ده. د یادونې وړ ده چې کابل د تلې په لومړۍ د جمعې ورځې له غرمې وروسته په ۰۰: ۲ هم د یاد ښار په لسمه ناحیه کې د وزیر اکبرخان جامع جومات ته څېرمه د یوې درنې چاودنې شاهد و. طالبانو وویل چې په دې چاودنه کې اووه کسان مړه او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.