۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې زدهکړو ته د نجونو محصلانو د لاسرسي له محدودولو خواشیني څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر شنبه د لړم پر ۱۴ یوه ټویټ کې ویلي، چې له نجونو محصلانو سره د طالبانو له ناوړه چلند او زدهکړو ته د هغوی د لاسرسي له محدودولو خواشینې ده.
اغلې ډیکر دغه موضوع د بدخشان په پوهنتون کې له نجونو زدهکړیالانو سره د طالبانو د ناوړه چلند په غبرګون کې څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې ویلي: «ښځې باید وکولای شي زدهکړې وکړي ترڅو له خپلو کورنیو او ټولنې سره مرسته وکړای شي.»
طالبانو کابو لس ورځې مخکې د بدخشان پوهنتون محصلانې د حجاب نه لرلو په تور وډبولې او هغوی ته یې اجازه ورنهکړه چې پوهنتون ته دننه شي.